د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

امریکا پاکستان ته بې پیلوټه الوتکې ورکوي


د بې پیلوټه الوتکو غوښتنه تیره اونۍ په واشنګتن کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له امریکایي چارواکو سره د لیدنې پرمهال وکړه.

د امریکا د متحد ایالاتو دفاع وزارت اوس غواړي چې پاکستان ته د یوه کال په موده کې بې پیلوټه الوتکې ورکړي، خو د امریکا د یوه پوځي چارواکي په وینا رویټرز اژانس ليکي چې تر اوسه د دغو الوتکو شمیر نه دی معلوم.

د امریکا دفاع وزیررابرټ ګیټس د جنوري په میاشت کې اعلان وکړ چې پر دې پلان غور کوي چې اسلام اباد ته دولس بې پیلوټه الوتکې ورکړي څو د یاغیانو پر ضد په عملیاتو کې کار ترې واخلي.

خو په دفاع وزارت کې یوه جګپوړي پوځي چارواکي خبریالانو ته په دې شرط چې نوم به یې نه اخلي وویل، اسلام اباد دې ته انتظار دی چې ښې الوتکې، داسې بې پیلوټه الوتکې چې د دوی سمې پکار راشي، وروسپارل شي. دا ډول الوتکې چې د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره سي ای اې له هغو په قبایلي سیمو کې د القاعده او طالبانو د ځپلو لپاره کار اخلي.

امریکایي چارواکي څرګنده کړه چې د امریکا دا پالیسي نه ده چې د دغو الوتکو ټکنالوجي پاکستان ته ورکړي، ځکه چې واشنګتن دې ته زړه نه ښه کوي چې مهمه ټکنالوجي له نورو سره شریکه کړي.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي خبریالانو ته په دې اړه چې څو بې پیلوټه الوتکې ممکن پاکستان ته ورکړي، وویل، د دغو الوتکو شمیر په دې پورې ده چې څه ډول بې پیلوټه الوتکې پاکستان ته ورکوو او په دې پورې هم ده چې په څومره وخت کې باید دا الوتکې پاکستان ته وسپارل شي.

پاکستان اوس هم له بې پیلوټه الوتکو کار اخلي خو دا الوتکې امریکایي نه دي دا ( سي یو سل او دیرش) ترانسپورټي الوتکې دي چې څارنه هم کولای شي.

بې پیلوټه الوتکې په افغانستان او عراق کې د امریکایي پوځیانو لپاره یوه مهمه وسله ثابته شوې ده چې هم پر دغو الوتکو پوځیان څاري او هم د جګړې په وخت ترې کار اخیستل کیږي.
XS
SM
MD
LG