د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

کندهار د پوځي عملیاتو په درشل کې


د فرانسې خبري اژانس د ناټو د یوه مقام په حواله وايي د افغانستان په جنوب کې لا دمخه روان پوځي عملیات به په راتلونکې جون میاشت کې په کندهار ولایت کې هم پیل شي.

خو د فرانس پریس په وینا په کندهار کې پیلیدونکي عملیات به د هلمند له عملیاتو توپیر ولري او هغه دا چې دغلته به د مارجې په شان له خلکو او وسلوالو غوښتنه ونشي چې د جګړې له پیل نه مخکې وسلې کیږدي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما افغانستان ته په خپل ناڅاپي سفر کې له خپلې پوځی ستراتیژۍ چې غواړي په جنوب کې عملیاتو ته دوام ورکړي او طالبان له خپلو پټن ځایونو وباسي دفاع وکړه.

اوباما په باګرام هوايي اډه کې امریکايي او ناټو ځواکونو ته په خپله وینا کې وویل ستراتیژي هم داده چې جګړه د طالبانو پناه ځایونو ته وغزول شي او په عین حال کې خلکو ته امنیت او ډاډ منه فضا برابره شي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ستینلي مککریسټل تیره میاشت وویل په کندهار کې د امریکايي ځواکونو په زیاتیدو سره به دغلته هم عملیات پیل شي.

مککریسټل د ویډیويي کانفرانس له لارې ولسمشر اوباما ته وویل په پام کې لري چې زرګونه امریکايي سرتیري د کندهار په لور سوق کړي.

له دې نه مخکې د امریکايي ځواکونو یوه څلور زره کسیزه لوا د ۲۰۰۹ کال په اوړي کې سیمې ته استول شوې تر څو د طالبانو د تاریخي مرکز کندهار د مواصلاتي لارو امنیت ټینګ کړي.

بل خوا د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزي هم ویلي چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت د هڅو ملاتړ کوي.

نوموړي ددوشنبې په ورځ د امریکا په کولمبیا پوهنتون کې وویل هیواد يې په افغانستان کې له امریکا سره اوږه په اوږه ولاړ دی او د تروریزم پر ضد مبارزه کې به ددغو دواړو هیوادونو تر منځ لرې والی رانشي.

د امریکا جمهور رییس بیا له سرکوزي وغوښتل چې د خپل حکومت سیاسي مخالفان په دې قانع کړي چې افغانستان ته د نورو فرانسوي سرتیرو د استولو مخالفت پای ته ورسوي.

متحده ایالاتو دغه راز د ناټو تړون پر نورو غړو هم فشار زیات کړی چې په افغانستان کې د طالبانو او القاعده پرضد جګړه کې خپل رول پراخ کړي.


خو د فرانسې ولسمشر وايي د هیواد خلکو ته يې ددې موضوع سپیناوی چې فرانسوي سرتیري په افغانستان کې وژل کیږي اسانه کار نه دی.
XS
SM
MD
LG