د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۳۴

عمر:تېرې دوه اوونۍ د هېواد په سياسي ژوند كې له اهميته ډكى وى


د افغانستان د ولسمشر وياند وحيد عمر

ايران او چين ته د افغانستان د ولسمشر کرزي له سفرونو اوكابل ته د امريكا د متحدو ايالاتو د ولسمشر اوباما له راتګ وروسته، افغان چارواكي وايې، چې، د درې واړو هېوادونو له ولسمشرانو سره د ښاغلي حامدكرزي، ليده كاته، په ملي او نړېواله سطح له اهميته ډك و.

د افغانستان د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر د سې شنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وويل، چې، تېرې دوه اوونۍ د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي، فرهنګي او ستراتيژيكو اړيكو په لا ټينګښت دلالت كوي. ښاغلي عمر وويل:

"تېرى دوې اوونۍ د افغانستان ولسمشر کرزي ته ډيرې بوختې خو له اهمېته ډكې اوونۍ وې.

په دې اوونيو كې له افغانستان سره د امريكا پر ستراتيژيك ملګرېتوب بيا هم تاكيد وشو."

وحيد عمر وويل، ايران ته د افغانستان د ولسمشر سفر يو فرهنګي سفر و او د چين په سفر كې يې هڅه كړې، چې سوداګر او پانګوال دى ته وهڅوي تر څو په افغانستان كې پانګې واچوي.

روانه اوونۍ كابل د امريكا د متحدو ايالاتو د ولسمشر بارك اوباما كوربه و، ښاغلي عمر وويل، د افغانستان په هكله د ولسمشر كرزي او باراك اوباما نظريات تر ډيره ځايه سره موافق و.

ده دا هم وويل، په ځينو برخو كې د دواړو ولسمشرانو نظريات دومره لرې نه و، چې اختلاف دى ورته وويل شي:

"افغانستان او د امريكا متحده ايالات د يو ټاكلي او فوق العاده مهم هدف ته رسېدو په مقصد، يو د بل ستراتيژيك ملګري دي، په دې برخه كې د دواړو ريسانو نظريات يو ډول وو.

په دې شراكت كې كېدى شي د نظر لېرې هم و، خو په عمده اصولو كې ورته اختلاف نه شو ويلى."

كار پوهان دغه واړه اختلافات، په دولتي ادارو كې فساد او په عملياتو كې د ملكي خلكو وژنه په ګوته كوي، خو افغان چارواكي وايې، دا هغه ستونزې دي، چې اوارى ته يې جدي تدابير نيول شوي دي.
XS
SM
MD
LG