د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۳۰

اوباما:په افغانستان کې پرمختګ سست روان دی


د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما وايي، په افغانستان کې پرمختګونه ډېر ورو روان دي. جمهور رییس اوباما دا خبرې کابل ته تر سفر وروسته په واشینګټن کې کړي.بارک اوباما د کابل ترسفر وروسته د امریکا این بي سي ټلویزیون ته په مرکه کې وویل، چې د افغانستان ولسمشر د خبرو د اورېدو سړی دې.

ولسمشر اوباما له ولسمشر کرزي سره په خبرو کې د هغه له ادارې غوښتنه وکړه، چې له مخدرو موادو سره د مبارزې په برخه کې هم خپلې هڅې زیاتي کړي.

له این، بي، سي تلویزون سره د ولسمشر اوباما دا مرکه به نن په امریکا کې له ټلویزونو خپره شي.

ولسمشر اوباما په افغانستان کې پنځه ساعته دمه وکړه، چې په دې ترڅ کې یې له ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل او په افغانستان کې د یو شمېر میشتو امریکايي سرتېرو غونډې ته یې خبرې وکړې.

د دواړو ولسمشرانو د حکومتونو تر منځ اړیکې په تېر وخت کې له کړکیچونو خالي نه وې. جمهور ریس اوباما د خپل کار د پيل له وخته راهیسې پر افغان حکومت انتقادونه کړي دي. ده د ډیسمبر په میاشت کې افغانستان ته د اضافي امریکايی سرتېرو د استولو د اعلان پر مهال وویل، چې د سپینو چکونو د ورکولو وخت نور تېر دې.

خو د اسوشیټېد پرېس خبري اژانس لیکي، چې د ولسمشر حامد کرزي ویاند وحید عمر د دواړو ولسمشرانو خبرې دوستانه بللې دي. وحید عمر هغه رپوټونه رد کړي چې وايي، افغانستان ته د بارک اوباما د تګ هدف دا و، څو ولسمشر حامد کرزي ته ووايې، چې خپل حکومت سمې لارې ته برابر کړي.

اسوشیټېد پرېس د وحید عمر په حواله لیکي، چې د امریکا او افغانستان په اړیکو کې ځینې لوړې او ژورې راغلي وې، خو اوس ډير مسایل حل دي او په اړیکو کې لوړې زیاتې دي.

وحید عمر زیاته کړې، چې دواړه حکومتونه په ځیني مسایلو کې بیل لید لورې لري، چې پر ځينو یې دوړاه موافقه لري او پر ځینو نه.

د اسوشیټېد پریس په حواله، د خبرو دا نوې ډول د کابل په وړاندې د ولسمشر اوباما د ادارې د نوې تګ لارې یوه برخه ده او غواړي، چې یوازې له جمهور ریس حامد کرزي نه بلکې په دې هېواد کې له یوې پراخې کړۍ سره د معاملې لپاره هڅې کوي.

په رپوټ کې ویل شوې، چې د سپینې ماڼۍ ټینګار پردې و، چې د جمهورو ریسانو اوباما او کرزي تر دې ملاقات وروسته د ښاغلي کرزي کابینه هم خبرو کې شامله شي.

د افغانستان د مالیې پخوانۍ وزیر ډاکټر اشرف غني احمدزي د ولسمشر کرزي له کابینې او یو شمېر نورو کار پوهانو سره د جمهور ریس اوباما دا کتنه مودبانه او په کاري چوکاټ کې بللې ده.

ډاکټر احمدزي ویلي، چې کابل ته د ولسمشر اوباما د دې سفر په نتیجه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو اساس جوړ شو .

اسوشیټېډ پرېس د یو شمېر هغو غربي دیپلوماتانو په حواله، چې د دې غونډو په اړه معلومات ورکړل شوی دي، لیکي، چې ولسمشر اوباما هڅه کړې، چې افغان مقامات په دې قانع کړي چې د دوه زره یولسم کال د جولای په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د تدریجي وتلو د پلان عملي کېدو ته د ده له علاقمندي سره سره افغانان د امریکا د اوږد مهالو مرستو پر تعهد حساب کولی شي.

دې دېپلوماتانو همدا راز ویلي، چې ولسمشر اوباما تر ډیره حده پردې تاکید کاوه، چې په افغانستان کې د یو شمېر کارونو له ترسره کېدو سره هم د سیمه ایزو، ولایتي او حکومتي ادارو د کار د ښه والي په خاطر باید وړ کسان په کارونو وګمارل شي نه دا چې خلک د شخصي اړیکو په بنا مقرر شي.

د اسوشتید پرس اژانس لیکي، سره له دې چې ولسمشر اوباما ښايې په افغانستان کې د شوېو پر مختګونو څخه خوشحاله نه بریښي خو په عین وخت کې نه غواړي، چې امریکايی سرتېري د یوه فاسد حکومت څخه د ملاتړ لپاره افغانستان ته ولیږي.

اژانس لیکي، چې ولسمشر کرزې به د مې په میاشت کې په واشنګټن کې له ولسمشر اوباما سره بیا وګوري او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې به د خپل حکومت پر هڅو رڼا واچوي خو نړېوال څارونکي او د بشري حقونو مدافع سازمانونه دا هڅې کافي نه ګڼي.

XS
SM
MD
LG