د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

د امریکا او پاکستان اړیکې په کومه خوا ؟


په ۲۰۰۱ میلادي کال کې کله چې امریکا په افغانستان باندې د حملې لپاره تیارۍ نیوه واشنګټن د پاکستان د هغه مهال واکمن پرویزمشرف ته دوه انتخابه مخې ته کړه چې ایا د تروریزم پر ضد له متحده ایالاتو سره دریږي او که د امریکا پر ضد .

مشرف د تروریزم پر وړاندې له متحده ایالاتو سره د دریدو پریکړه وکړه.

لاس اینجلس ټایمز ورځپاڼه ليکي: پاکستان چې د نړۍ دوهم ستر اسلامي هیواد بلل کیږي د داخلي سخت دریځو او معتدلو مشرانو تر منځ د کش و ګیر په میدان بدل شوی دی.

زیاتره پاکستانیان نظر پوښتونکو ته وايي دوي امریکا نه خوښوي او کاشکې له پاکستان څخه لري شي.او په عین حال کې بیا ددغه هیواد قبایلي خلکو د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن او افغان طالب مشرانو ته پناه ورکړی ده.

ورځپاڼه وايي امریکا څرنګه هیره کړي چې همدا پاکستان ووه چې په اتیاییمه لسیزه کې يې اټومي وسلې جوړې او بیا يې دغه ټکنالوژي پر شمالي کوریا او ایران وپلورله.

خو لاس اینجلس ټایمز لیکي په دې وروستیو کې د واشنګټن او اسلام اباد تر منځ اړیکو کې یو څه پرمختګ شوی دی.

د امریکا او پاکستان تر منځ پوځي او استخبارتي همکاري پراخه شوې ده او اسلام اباد سي اس اې ته اجازه ورکړې چې ددغه هیواد پر خاوره د القاعده او طالبانو پر ضد د بې پیلوټه الوتکو حملې زیاتې کړي .
پاکستان په دې وروستیو کې د طالبانو څو مشران ونیول او امریکایانو ته يې اجازه ورکړه چې له هغوي نه تحقیقات وکړي.

د مقالې د لیکونکي په وینا د پاکستان دا همکاري وړیا نه ده بلکې اسلام اباد ته د واشنګټن د پراخو اقتصادي او پوځي مرستو په بیه رامنځته شوې ده.

په دې لړ کې پاکستاني هیئت تیره اونۍ واشنګټن کې و او له امریکا څخه يې د لا نورو مرستو غوښتنه هم وړاندې کړه.

د لاس اینجلس ټایمز د راپور له مخې پاکستاني هیئت له ځانه د غوښتنو او مرستو ۵۶ مخیزه لسیزه وړی وه چې په کې له پوځی مرستو نیولې تر کلتوري تبادلې پورې غوښتنې شاملې وې.

ورځپاڼه زیاتوي کله چې د پاکستاني هییت له یوه غړي څخه په واشنګټن کې پوښتنه وشوه چې ایا تاسو په ریښتیا سره غواړی چې د طالبانو پټ ځایونه او مرکزونه له منیځه یوسۍ نو دغه پاکستاني مسول په ځواب کې وویل :هو خو خو مونږ دې لپاره قیمت یا بیه غواړو.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي زمونږ اندیښنه او ویره داده چې مونږ د طالبانو سره جګړه کې داخلیږو او امریکا به بیا له سیمې پښې سپکې کړي او پاکستان به جنګ کې بند پاتي شي.

لاس اینجلس ټایمز زیاتوي : د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کیاني د کانګریس له غړو سره زیاتې کتنې درلودې .د امریکايي مقاماتو په وینا جنرال کیاني ویلي که امریکا له پاکستان سره عصري پوځی مرستې وکړي او په خاص ډول هیلي کوپترونه ورکړي نو دغه هیواد به له تروریزم سره په جګړه کې لا زیات ګامونه واخلي.

پاکستاني هییت د غوښتنو په خپل لست کې یو بل شی هم زیات کړی وه او هغه د امریکا په مرسته د پاکستان د ملکي اټومي انرژۍ د پروګرام په جوړولو کې د هغهې ډول مرستې پیشنهاد دی چې واشنګټن له نوي ډیلي سره کوي.

ورځپاڼه په اخر کې لیکي: امریکا زیاته هڅه کوي چې پاکستان په دې قانع کړي چې ددغه هیواد ثبات د متحده ایالاتو د امنیت لپاره مهم دی ،خو پاکستان بیا امریکایانو ته وايي چې دغه هیواد له خپل لوري د القاعده او طالبانو د ماتولو لپآره ژمن دی.
XS
SM
MD
LG