د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۵۲

د جاپان له خوا د بیارغاونې د ۱۴ پروژو تړونونه لاسلیک شو


جاپان وايي د افغانستان بیا رغونه ورته لومړیتوب لري

په افغانستان كې د جاپان سفير نن په ديارلسو ولايتونو كې د بيارغاونې د څوارلسو پروژو تړونونه لاسليك كړل، دغه پروژې، چې نږدې درې ميلويونه ډالره ارزښت لري په مختلفو ولايتونو كې به يې له مخې ښوونځي، كلنيكونه او ډيرې سيمې له ماينونو پاكې کړي.

په افغانستان كې د جاپان سفارت چارواكي وايي، چې په دغو پروژو كې د ښوونځيو او روغتيايي مركزونو جوړول، د ماينونو او چاوديدونكو موادو پاكول شامل دي.

د دغو پروژو تړونونه د د وشنبې په ورځ د جاپان سفارت او يو شمېر افغان نا دولتي ادارو تر منځ لاسليك شول.

په كابل كې د جاپان سفير شيګي هيروكي خبريالانو ته وويل، چې دغه پروژې به په ديارلسو ولايتونو كې پلي كېږي، چې نږدې درې ميلويونه امريكايي ډالره ارزښت لري:

”د دغو څوارلسو پراختيايي پروژو تړون، چې د افغانستان په دیارلسو ولايتونو كې به پلي شي، د جاپان د وړيا مرستو څخه دی، چې نږدې درې ميليونه امريكايي ډالره ارزښت لري.“

د جاپان سفير وويل، چې د دغو پروژو لويه برخه د افغانستان په لېرې پرتو ولسواليو كې پلي كيږي.

د دغو پراختيايي پروژو پلي كووونكي وايي، چې، تر خپله وسه به هڅې وكړي چې كار يې ښه كيفيت ولري، تمه ده چې دغه پروژې به په يوه كال كې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د كندهار د ډافا د ماين پاكۍ موسسې استازى انجنير عبدالستار، چې د دغه ولايت په دامان ولسوالۍ كې يې د ماين پاكۍ پروژې تړون لاسليك كړى، وايي، چې په كندهار كې د دې ترڅنګ بايد پوهنې او كرنې ته ډېره پاملرنه وشي او خلكو ته د كار پيدا كولو زمينه برابره شي.

جاپان تر دې پخوا هم د دا ډول پروژو تړونونه لاسليك كړی، دغه هېواد په پام كې لري، چې په راتلونكو پنځو كلونو كې د بيارغاونې په پراختيايي پروژو پنځو ميليارډه ډالره ولګوي.

د دې سره سره، چې جاپان او نورو هېوادونو په وروستيو كلونو كې د افغانستان د بيا رغاونې له بهير سره ډېري مرستې كړي او په دې لاره كې يې پيسې لګولي،

خو ډېر افغانان وايي، چي دغه پروژې په ښه ډول نه دي پلي شوي او كيفيت يې سم نه دى.

دوى وايي، چې د دغو پروژو څخه ناوړه ګټه اخيستل كېږي.

معصوم ميوند- كابل
XS
SM
MD
LG