د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

مارجه کې لا هم ښونځي تړلي دي


د مارجې ولسوال وايي، نن په دې ولسوالۍ كې د دولتي حاكميت پنځه څلويښتمه ورځ پوره شوې خو تراوسه يو ښوونځی هم نه دی پرانستل شوې.د مارجې ولسوال حاجي ظاهرخان ويلي دي، ډېري سكتوري رياستونه په مارجې كې د كاركولو لپاره زړه نه ښه كوي.

د مارجې ولسوال حاجي محمد ظاهر نن په يوه خبري غونډه كې وويل، تراوسه په مارجې كې د يوه سكتوري رياست استازوهم كار نه دى پيل كړى.

حاجي ظاهر وويل، نن په مارجه كې د مشترك يا دګډو عملياتو پنځه څلويښت ورځې كيږي خو لا د مارجې خلګو ته د ډيرو عامه خدمتونو ترڅنګ د ښوونې او روزني د رياست اړوند يوه اداره هم نه ده خلاصه شوي.

حاجي ظاهر شكايت وكړ، چې په ډېرو ويلو يې ژبې وښتيان كړي دي، مګر تراوسه يوه سكتوري رياست مارجې ته خپل استازي نه دي استولي.

هغه وويل تيره ورځ يې په مارجه كې د خلګو له يوې پراخې غونډې پرمهال زياتو ولسي خلګو د خپل ماشومانو پر راتلونکي تشويش وكړ او د دولت نه يې د ښوونځي غوښتنه وكړه.

د مارجې ولسوال وويل، د ده د مالوماتو له مخې تر اتيا زيان معليمان په داسې حال كې خپل مياشتنۍ معاش اخلي، چې حاضر نه دي زده كوونكي ته زده كړه وركړي.

په عين حال كې د مارجې خلګ هم له دولتي خدمتونو نه راضي نه دي، دوي وايي، څنګه چې اټكل كېده هغه شان يې هيلي پوره نه شوې.

د مارجې خلګ وايي، يوه نيمه مياشت كيږي، چې مارجه دولت ونيول، خو امنيت نه دى ټنك شوى، د بيارغونې څرك نه ترسترګو كيږي او په ډيروسيمو كې لا د ماينونو وېره شته.
په هلند ولایت کې د مارجې ولسوالۍ ولسوال حاجي محمد ظاهر

خو د مارجي ولسوال وايي، تراوسه لا په مارجه كې د دوی په وړاندې ننګونې شته، دی زیاتوي، د مارجې ډېر كورنه تصفيي ته اړتيا لري او لا دوی وخت نور هم لري، چې د كورنو تصفيه پيل كړي.

د ده په وینا، د مارجې خلګ له جنګ نه ستړي دي خو د دولت پراخو مرستو ته اړتيالري.

د مارجې ولسوال حاجي محمد ظاهر وويل، كه څه هم په لنډو ورځو كې پلان لري، چې څلور نوي ښوونځي جوړ كړي او درې يې ترميم كړي، خو د ده په خبره، ښوونكو او د روزنې پوره كاري ټيم ته اړتيا شته چې د خلګو زامنو ته درس وركړي.

د مارجې ولسوال په كلكه وويل، كه چېرې هغه ښوونكي چې دولتي معاش اخلي او دندې ته نه حاضريږي مارجې ته رانسي او ماشومانو ته درس ورنه كړي نو بله لاره يې پيدا كړى ده، چې اجيرو ښوونكو ته معاش وركړي او په مارجه كې ښوونځي پرانيزي.

ولسوال وويل تراوسه يوازې شپېته زده كوونكي لري او هغوی هم په يوه كنډواله كې زده كړه كوي د هيره ولو نه ده، چې د افغان دولت ډېرو لوړ پوړو چارواكو د مارجې د عملياتو د پيل سره جوخت هلمند ته پرلپسې سفرونه وكړه او د مارجې د ګلي ګلزار جوړو كلكې ژمني يې وكړې

خو تراوسه په مارجه كې امنيت نشته، ښوونځي نه دي خلاص شوي او پرلارو ښخ شوي ماينونه لاهم تر ډېره نه دي پاك شوي او خلګ له دولتي خدمتونونه ناراضه دي.
XS
SM
MD
LG