د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۹

افغانستان ته د اوباما لنډ سفر، ډېرې خبرې


ولسمشر اوباما له ولسمشر کرزي سره دوه په دوه خبرو کې پر هغه ټینګار وکړ چې د اداري فساد د ورکاوي او د ښې حکومتدارۍ په رامنځ کولو کې دې هلې ځلې زیاتې کړي.
ولسمشر اوباما له ولسمشر کرزي سره دوه په دوه خبرو کې پر هغه ټینګار وکړ چې د اداري فساد د ورکاوي او د ښې حکومتدارۍ په رامنځ کولو کې دې هلې ځلې زیاتې کړي.

کله چې بارک اوباما د امريکا د ولسمشر په توګه غوره شو، دا يې افغانستان ته لومړنى سفر و.نوموړي له حامد کرزي سره په يوه کنفرانس کې وويل، د اداري فساد په وړاندې مبارزه بايد له پوځي هڅو سره همغږی شي.

په غونډه کې دواړو ولسمشرانو د خبريالانو پوښتنې ځواب نه کړې. که له يوې خوا اوباما د ښې حکومتدارۍ، د قانون د حاکميت او د اداري فساد په وړاندې په مبارزه کې د پرمختګ غوښتنه مطرح کړه،حامد کرزي بيا وويل، چې د باثباته او سوله ايز افغانستان لپاره به يې له امريکا سره ملګریتوب دوام وکړي.

په دې غونډه کې د امريکا او افغانستان ترمنځ، چې افغانستان يې د بهرني سياست اصلي محور دى، د سړو اړيکو نښې ښکاره شوې.

امريکايي چارواکي وايي، اداري فساد او حکومتداري هغه مسايل وو، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما په مستقيم ډول له حامد کرزي سره ورباندې خبرې وکړې، خو دا خبرې تر نيم ساعت زياتې ونه ځنډېدې.


ښاغلي اوباما له ولسمشر حامد کرزي سره تر خبرو وروسته د بګرام هوايي اډې ته لاړ او هلته يې امريکايي پوځيانو ته په وينا کې وويل:

”غواړم تاسې وپوهوم، چې که تاسې دلته په باګرام کې کار کوي، که د هلمند په کوم کلي کې په ګزمه اخته ياست، ستاسو دا خدمت په رښتیا سره، چې د امريکا د خونديتوب او امن لپاره زيات اهميت لري.“

اوباما د بګرام په هوايي ډګر کې تر دوه زره زياتو امريکايي پوځيانو ته وينا وکړه، ده د امريکايي پوځيانو مننه وکړه، چې په افغانستان کې قرباني ورکوي او ويې ويل چې دوى به بريالي وي:

”موږ ګورو هغه افراطيان، چې د تاوتريخوالي پلويان دي، له خپلو پناه ځايونو شړل شوي، موږ لکه څنګه، چې طالبان ځپلي، دغه راز مو القاعدې ډلې ته هم سخت ګوزارونه ورکړي.“

اوباما وويل القاعده، اوس هم د يوه خطر په توګه پاتې ده او که چېرې طالبان يوځل بيا پر افغانستان واکمن شي، نو د امريکا امنيت به ورسره لهخطر سره مخامخ شي. خو اوباما وويل دوى به خپل ماموريت بشپړوي:

”کېداى شي ځينې سختې ورځې به په مخکې وي، خنډونه به هم وي، موږ له يوه مصمم دښمن سره مخامخ يو، موږ په دې هم پوهېږو چې امريکا هغه کار چې پيل کړي، تر هغو يې نه پرېږدي چې بشپړ يې نه کړي.“

د امريکا ولسمشر بارک اوباما تېر ميلادي کال افغانستان ته د دېرش زره تازه دمه امريکايي پوځيانو د لېږلو ژمنه وکړه، چې د رپوټونو پر اساس يو په درېيمه برخه دغه عسکر افغانستان ته رسېدلي او د طالبانو په وړاندې په جګړه بوخت دي.

بارک اوباما په دې سفر کې د امريکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سټینلي مک کریسټل او په کابل کې د امريکا له سفېر کارل ايکن بيرې سره هم وکتل.

رويټرز اژانس په دې اړه ليکي، له څوارلسو مياشتو راهيسې چې اوباما د ولسمشر په توګه ټاکل شوى، د کرزي له حکومت سره يې د ادارې اړيکې له اضطراب او پريشانۍ ډکې دي، خو په افغانستان کې د تېرو انتخاباتو په وخت کې چې په بهير کې يې په دغو انتخاباتو کې د پراخو درغليو ادعاوې وشوې، دغه اړيکې نورې هم سړې شوې.

په داسې حال کې چې د زياتو تلفاتو، ګڼو لګښتونو او په افغان مشرانو کې د اداري فساد له کبله د افغانستان له جګړې څخه په امريکا کې دننه د خلکو ملاتړ کم شوى و، ولسمشر اوباما تېره اوونۍ د صحي بيمې د قانون له تصويب سره يوه داسې لويه بريا لاسته راوړه، چې په سياسي لحاظ يې دى نور هم غښتلى کړ او اوس کولاى شي د افغانستان جګړې ته پام زيات کړي.




اوباما په ٢٠٠٨م کال کې هم افغانستان ته تللى و، دى هغه وخت د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره په کمپاين بوخت و.

پرون ناوخته، اوباما په افغانستان کې تر شپږ ساعته تم کېدو وروسته امريکا ته ستون شو. خو له حامد کرزي څخه يې وغوښتل چې د راروان مې مياشتې پر دوولسمه يعنې د ثور پر دوه ويشتمه امريکا ته ورشي.

وروسته له دې چې حامد کرزى په دويم ځلي انتخاباتو کې ګټونکى اعلان شو، دا به يې امريکا ته لومړنى رسمي سفر وي.
XS
SM
MD
LG