د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

په کابل کې د اوبو نړېواله ورځ ولمانځل شوه


د افغان حكومت چارواكي وايي، چې په هېواد كې د څښاك د اوبو مسئله يوه ملي ستونزه ده او بايد د افغانستان په باب د كابل په نړېوال كنفرانس كې، د امنيت، اقتصاد، بيارغاونۍ او پراختيا د پروګرامونو په څيرله مرستندويانو سره شريكه شي.

د كليو د پراختيا وزير جاراله منصوري د يكشنبې په ورځ د اوبو د نړېوالې ورځې د لمانځلو په غونډه كې وويل، سره له دې چې په تېرو اتو كلونو كې خلكو ته د اوبو رسولو په لاركې په زرګونو پروژې پيل شوي دي، خو د اوبو د كموالي ستونزه يي په بشپړه توګه اواره كړې نه ده.

ښاغلي منصوري زیاته کړه، چې پكار ده دې ستونزې ته د نړۍ د هيوادونو پام را وګرځول شي:



"هغه جغرافيايي موقعيت، چې افغانستان يې لري او هغه احتمالي وچكالي چې په راتلونكى كې په ګوته شوى، موږ ته د اوبو په هكله اندېښنې را پيداكوي.

دا ستونزه افغان كابينې هم منلى ده او په كار ده، چې د كابل په نړېوال كنفرانس كې بايد د ملي ستونزې په توګه مطرح شي."
د يونېسف د ادارې مرستيال ګوپال


د روغتيا د وزارت مرستيال ډاكتر صدرالدين سحر، په هېواد كې د څښاك د اوبو كموالى د ګڼ شمېر ناروغېو لامل وګاڼه او ويي ويل، چې د دولت د نورو ارګانونو په لاس يو كولو سره په دې برخه كې ډير كارونه ترسره شوي، د مېندو او ماشومانو په مړينه كې كابو څلويښت فيصده كموالى راغلی دی، خو دا لاسته راوړنې كافي نه بلكې نورې هم زياتې شوي.

په كابل كې د يونېسف د ادارې مرستيال ګوپال وويل، چې په دې هېواد كې د اوبو كمښت يوه خطرناكه ستونزه ده او په كارده، چې وركېدو ته يي جدي تدابير ونيول شي:

"يونيسف به د كليو د پراختيا له وزارت سره د نورو مرستندويانو په لاس يو كولو سره په دوو برخو كې مرستې وكړې.

لمړۍ: په لېرې پرتو سيمو او كليو كې خلكو ته د څښاك د اوبو رسول.

دوهم: خلكو ته د اوبو د ذخيرو په برابرولو كې، چې اړتيا يي ليدل كيږي."

د كليو د پراختيا د وزارت مرستيال ويس برمك وويل، په تېرو اتو كلونو كې يي د ملي پيوستون د پروګرام له لارې د اوبو رسولو شاوخوا پنځه ديرش زره پروژې پيل كړي، څوارلس زره وړې او نهه ژورې څاګانې يې كيندلي، د اوبو څه باندې يو زرو اوه سوه ذخيرې يې جوړې كړي دي، چې د هېواد په څلور ديرشو ولايتونوكې ورڅخه، كابو يو ميليون خلك د څښاك وړ اوبه ترلاسه كولاى شي.

د دې وزارت مسئولينو دا هم وويل، په راتلونكي كال كې به په ولايتونو كې ديرش فيصده او په مركز كې پنځوس فيصد ه خلكو ته د څښاك اوبو ور ورسوي.

خو خلك وايي، اوس هم په لېرې پرتو سيمو كې خلك د څښاك د اوبو پسې په سلګونو متره لار وهي، خو بيا هم داسې اوبه ترلاسه كوي، چې پاكول يي ډاډمن نه وي.

راپور: خان محمدسيند
XS
SM
MD
LG