د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

م.م او افغان بهرنیو چارو وزارت ترمنځ دوه تړونونه لاسلیک شول


د افغانستان د بهرينو چارو وزرات وايي، چې د دې تړونونو په لاسليك كولو سره به د افغانستان د ملي پراختيايي ستراتيژۍ ځينو برخو د تطبيق كولو لپاره هڅې وشي.

د افغانستان په بهرنيو چارو وزارت كې د ملګرو ملتونو د څانګې مسئول محمد انور انورزي د شنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو د نفوسو له صندوق سره د تړنونو د لاسليك پر مهال وويل، چې دا څلور كلن پروګرام به د روغتيا، ښځو چارو، حج او اوقافو وزارتونو او ځينو نورو ادارو له خوا پلي شي.

نوموړي وويل، چې د روغتيا، پوهنې او جنډر تر څنګ به د سر شمېرنې په برخه كې هم كار وشي.

” دا د افغانستان د ملي پراختيايي، اقتصادي ستراتيژۍ په داخل كې پروګرام دى، چې د روغتيا، پوهنې ، د نارینو او ښځو د مساوي حقونو په اړه
د ملګرو ملتونو د نفوس د صندوق رئيس ارې حوكمن
به پلي شي.

تر دې وروسته به دوى د سرشمېرني په برخه كې هم مرسته وكړي، دوى به د خپل هر پروګرام لپاره جلا مالي هڅې وكړي.“

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چارواكي وايي، چې دغه تړونونه به د 2010څخه تر 2013 كال پورې پلي كېږي، چې څه باندې 38 ميلويونه ډالره ورته ځانګړې شوي.

ښاغلي انورزي وويل، چې په افغانستان كې د يوې دقيقي سر شمېرنې خورا ډېره اړتيا ده، ځكه چې د يوې دقيقې سر شمېرنې د نشتوالي له امله ډيرې پراختيايي پروګرامونه له خنډ سره مخ شوي دي.

په كابل كې د ملګرو ملتونو د نفوس د صندوق رئيس ارې حوكمن هم د يادو شوېو تړونونو د لاسليك پر وخت وويل، چې په افغانستان كې ښځې له ستونزو سره مخ دي ډېری يې په كم عمر كې واده كولو ته اړ ويستل كيږي.

نوموړي وويل، چې افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې د اميداورۍ پر مهال په كې ډيرې ميندې مري.

نوموړي د خپل پروګرام او مرستو په اړه وويل:

” دې پروګرام ته د راتلونكو څلورو كلونو لپاره ۳۸،۸ يا نږدې څلويښت مليونه ډالره ځانګړي شوي دي.

د پيسو ټول رقم به بيا هم په نورو مرسته كوونكو پورې اړه ولري، چې ښايي د بېلابېلو هغو پروګرامونو په برخه كې، چې افغان حكومت او خلك يې پلي كېدل غواړي، له موږ سره همكارۍ ته را ودانګي.

دا مهمه ده، چې روښانه شي، موږ په خپله د خپلو راتلونكو كارونو په اړه پريكړه نه كوو.“

په كابل كې د ملګرو ملتونو د دفتر د يوې څېړنې له مخې په سلو كې 90 فيصده افغان ښځې له يوه نه يوه ډول تاوتريخوالي سره مخ دي.

د دغې څېړنې له مخې د افغان مېرمنو شا و خوا نيمه برخه تر قانوني عمر مخكې واده كولو ته مجبوريږي.

معصوم ميوند - كابل
XS
SM
MD
LG