د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

امریکا او پاکستان په خپل منځ کې د اړیکو په پیاوړتیا سلا وکړه


د پاکستان اوامریکا د بهرنیوچارو وزیران
د پاکستان اوامریکا د بهرنیوچارو وزیران
په روانه اونۍ کې د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر شاه محمودقریشي او ورسره هیات په واشنګټن کې له جګپوړو امریکايي مقاماتو سره کتنې وکړې او ګڼ شمېر تړونونه یې لاسلیک کړل.

د امریکا او پاکستان په اړیکو کې له وروستي کړکېچ وروسته، د دې دواړو متحدو هېوادونو د جګپوړو چارواکو ترمینځ د روانې اونۍ کتنې لاهم د نړیوالو مطبوعاتو پاملرنه ځان ته اړولې ده.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر شاه محمود قریشي د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې له خبرو وروسته وویل چې دی له دې کتنو څخه ډېر خوښ دی. خو د ښاغلي قریشي له دې وینا سره سره کتونکي په دې باور دي چې د واشنګټن او اسلام آباد په اړیکو کې په امنیتي برخه کې له همکارۍ نیولې د هغو پیسو تر لګولو پورې، چې امریکا یې پاکستان ته ورکوي، لاهم ستونزې شته، خو تر دې مهمه دنده پاکستاني عوامو ته چې له امریکا سره د اړیکو په برخه کې شکمن دي، قناعت ورکول دي.

د نظرپوښتنو له مخې که څه هم امریکا په راروانو پنځو کلونو کې له پاکستان سره مرستې درې چنده زیاتې کړې، خو لاهم د دې هېواد له هرو پنځو کسانو څخه یوازې یو، امریکا ته په ښه سترګه ګوري.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچاردهولبروک پر همدې مسئلې د تبصرې پر مهال په ډاګه کړه چې دا د امریکا لپاره د ډېرې سختې اندېښنې خبره ده. ده وویل د هغو مرستو په اړه چې امریکا یې له پاکستان سره کوي د دې هېواد د عوامو درک هسې چې باید وي نه دی. هولبروک زیاته کړه، د پاکستان خلک فکر کوي چې امریکا یوازې د یوې یا دوو مسایلو او په خاص ډول د افغانستان د جګړې او اټومي پروګرام په خاطر له دې هېواد سره لېوالتیا لري او دا د خپګان خبره ده.

د پاکستان د بهرنیوچارووزیر شاه محمودقریشي په واشنګټن کې څرګنده کړه، که څه هم امریکا د اوبو، انرژۍ او نورو پرمختیايي پروژو په برخو کې دده د هېواد لپاره پیسې بېلې کړې دي، خو د پاکستان خلک پر دې مرستو قناعت نه کوي نو ځکه ده غوښتنه وکړه چې واشنګټن باید په دې برخه کې نوي اقدامات وکړي. ښاغلي قریشي له رویټر آژانس سره په مرکه کې وویل، د خلکو نظریات په بیه نشي اخیستل کېدای، نو ځکه امریکا باید د پاکستانیانو زړونه او ذهنیتونه خپل کړي. ښاغلي قریشي زیاته کړه، مهمه داده چې د امریکا او پاکستان ترمینځ داسې دایمي او پراخ اړیکي رامینځ ته شي چې یوازې د امریکا د موقتو ګټو لپاره نه وي.

له امریکايي مقاماتو سره د پاکستاني هیات په کتنو کې، په افغانستان کې د ثبات په راوستو کې د پاکستان د ونډې له وجې ډېر ټینګار نه یوازې پر امنیتي همکارۍ و، بلکې پر دې هم و چې امریکا غواړي له پاکستانیانو سره د ورځنیو اړتیاوو، لکه د برېښنا د کمښت د ستونزې په حل او د بندونو او سړکونو د رغونې په برخو کې مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلیري کلېنټن له پاکستاني هیات سره د لیدنو کتنو په اړه وویل، له پاکستان سره په اړیکو کې اوس یو نوی پړاو رامینځ ته شوی دی. مېرمن کلېنټن له پاکستان سره په امنیتي برخوکې د همکارۍ او په دې ترڅ کې د افغان طالبانو د څو مهمو قوماندانانو د نیولو ستاینه وکړه.

رویټرز خبري آژانس لیکي، امریکايي مقامات اوس په عام محضر کې د دې خبرې له کولو ډډه کوي چې پاکستان باید له تندلارو ډلو سره د مبارزې په برخه کې خپل اقدامات ګړندي کړي، ځکه دا وینا پر پاکستان ډېره ښه نه لګېږي. اسلام آباد استدلال کوي چې له وسله والو ډلو سره په مبارزه کې یې سخت انساني او مالي زیانونه ګاللي دي، خو د امریکا په بروکنګز انستیتیوت کې د امنیتي چارو کارپوه بروس ریډل وايي، د طالب مشرانو وروستیو نیونو دا خبره روښانه کړه چې پاکستان هرڅه کولای شي. ریډل وايي اوس به ډېرې خبرې په دې اړه وي چې پاکستان له وسله والو سره د مبارزې په برخه کې نور څه کولای شي.

واشنګټن همداراز له اسلام آباده غوښتنه لري چې د لشکرطیبه ډلې د فعالیتونو مخنیوی وکړي. دا ډله د ۲۰۰۸ کال په نوامبر میاشت کې د هند په مومبی ښار کې په تروریستي حملو تورنه ده.
XS
SM
MD
LG