د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

علمي: ولسمشر کرزي هوجین تاو سره ۳ تړونونه لاسلیک کړل


د افغانستان د جمهوري رياست چارواكي وايي، چې ولسمشر كرزي چين ته په خپل سفر كې ښې لاسته راوړنې درلودې.

د ولسمشر وياند حامدعلمي وايي، چې په دې سفر كې درې مهم توافق ليكونه لاسليك شول، او همداراز ولسمشر كرزي له چينايي چاروكو سره د هغه سړك جوړولو په هكله هم خبرې كړي دي، چې د بدخشان د واخان له طريقه افغانستان له چين سره نښلي.

ولسمشر كرزي همداراز په دې سفر كې له چينايي سوداګرو څخه غوښتي دي، چې د افغانستان د معادنو په استخراج كې پانګونه وكړي.

په دې هكله نور جزيات به په هغه مركه كې چې ماريا صديقي د ولسمشر كرزي له وياند حامد علمي سره كړې ده واورو.

XS
SM
MD
LG