د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

ايا کاناډايي عسکر به تر ٢٠١١م کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي؟


 کاناډا دا مهال په افغانستان کې ۲۸۰۰ سرتېري لري، چې په کندهار ولایت کې دېره دي.
کاناډا دا مهال په افغانستان کې ۲۸۰۰ سرتېري لري، چې په کندهار ولایت کې دېره دي.

امریکا غواړي د کاناډا پر حکومت فشار راولي چې په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت له پای ته رسیدو وروسته خپل یو شمیر سرتیري په افغانستان کې پرېږدي . په دې اړه کاناډا ګلوب اينډ مېل ورځپاڼې د ځينو امريکايي چارواکو له قوله چې نومونه يې نه دي اخيستل شوي، خبر ورکړى.

د کاناډا ګلوب اينډ مېل ورځپاڼې د ځينو امريکايي چارواکو له قوله چې نومونه يې نه دي اخيستل شوي، خبر ورکړى چې امريکا به د روان کال په پاى کې له کاناډا څخه دغه غوښتنه په رسمي ډول وکړي، واشنګټن وار له مخې اوتاوا ته ويلي، چې په راتلونکي کې به دغه ډول يوه غوښتنه ورڅخه ولري.

خو د کاناډا د دفاع وزارت وياند "جې پاکسټون" دا خبره رد کړه، چې د کاناډا له حکومت څخه دې دا ډول غوښتنه شوې وي، زیاته یې کړه چې دا هسې اوازې دي.

دا راپور وروسته تر هغه خپرېږي، چې د کاناډا د دفاع وزير "پيټر مک کې" د امريکا د دفاع له وزير رابرټ ګېټس سره د دوشنبې په ورځ وکتل.

ويل شوي چې ګېټس له کاناډا څخه په رسمي ډول دا غوښتنه نه ده کړې، چې عسکر يې تر ٢٠١١م کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

د امريکا د دفاع وزارت وياند د فرانسې خبري اژانس ته وويل:

”ګېټس په دوه اړخيزه کتنه کې دا ډول کومه رسمي غوښتنه ونه کړه، خو د افغانستان په اړه، د دوى تمرکز دا و، چې روان کال په لنډ مهال کې په سيمه کې د تغييراتو لپاره ډېر څه کولاى شو.“

کاناډا دا مهال په افغانستان کې ۲۸۰۰ سرتېري لري، چې په کندهار ولایت کې دېره دي. د رويټرز اژانس د راپور پر اساس په افغانستان کې د کاناډا د پوځي ماموريت له پيله ١٤٠ کاناډايي عسکر وژل شوي او له دې سره په دې هېواد کې د افغانستان له پوځي ماموريت څخه د خلکو ملاتړ کم شوى.

د ۲۰۰۸ م کال په مارچ کې د کاناډا پارلمان پرېکړه وکړه، چې له افغانستانه دې کاناډايي سرتېري په ۲۰۱۱ م کال ووځي. د کاناډا صدراعظم "سټېفن هارپر" ژمنه کړې چې د پارلمان پرېکړې ته به درناوی وکړي.

د کاناډا پارلمان ويلي دي، د دوى د پوځيانو تر وتو وروسته به د مرستې رسونې، پرمختيايي چارو او د افغان ځواکونو په روزنه کې برخه واخلي.

ګلوب اينډ مېل وايي، چې له کاناډايي ځواکونو څخه به وغوښتل شي، چې ملکي چارې پرمخ بوځي او افغان امنيتي ځواکونه سم وروزي.
XS
SM
MD
LG