د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۵۷

بتاش: غواړو ورو ورو د افغانستان د هوايي ډګرونو واك خپل كړو


د افغانستان د ملكي هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت د کابل هوايي ډګر جنوبی برخې واک خپل کړ

د افغانستان د ملكي هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت غواړي، چې د افغانستان د هوايي ډګرونو ټولې برخې خپلې كړي.د افغانستان د ملكي هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت سرپرست محمدالله بتاش د پنجشنبې د ورځې په ماسپښپن په كابل كې له ايساف څخه د كابل د هواي ډګر د جنوبي برخې د واك د خپلولو پر مهال وويل، چې په دې اړه د خبرو لړۍ پيل شوې ده.

افغان چارواكي هيله من دي، چې د دغه هېواد د فضايي كنټرول او هوايي ډګرونو واك په ټوليز ډول له نړيوالو ځواكونو څخه افغان حكومت ته وليږدول شي.

د افغانستان د ملكي هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت سرپرست د پنجشنې په ورځ له ايساف څخه د كابل د هوايي ډګر د جنوبي برخې د واك د خپلولو پر مهال خبريالانو ته وويل، چې اوسمهال يو شمېر افغانان د نړيوالې ټولنې په مرسته د فضايي ترافيكو په برخه كې په زده كړو بوخت دي.

محمد الله بتاش هيله څرګنده كړه، چې د افغانستان د هوايي ډګرونو د ټولو برخو واك افغان دولت ته وسپارل شي:

"موږ همدا اوس له ايساف ځواكونو سره د ليږد يو پروګرام لرو، چې د ترانزيشن پلان په نوم ياديږي چې دغه پروګرام د هوايي چيند د نړيوال سازمان په مرسته پلي كيږي.

موږ غواړو، چې په تدريج سره د افغانستان د هوايي ډګرونو واك خپل كړو، هڅه كوو چې دغه كار تر راتلونكي يو نيم كاله پورې تر سره شي."

د ملكي هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت سرپرست وويل، چې افغان حكومت ته د كابل د هوايي ډګر د جنوبي برخې په سپارلو سره به د كارګو، ګمركونو او پاركينګ په برخه كې د دوى ډېرې ستونزې هوارې شي.

د افغانستان د ملكي هوايي چلند او ترانسورټ وزارت چارواكي وايي، چې اوس، اوس د افغانستان د هوايي ډګرونو په سلو كې د اتيا برخو واك د افغان دولت او په سلو كې شل د نړيوالو ځواكونو سره دى.

افغان دولت ته د كابل د هوايي ډګر د جنوبي برخې د سپارلو پر مهال په كابل كې د ايساف قومندان مرستيال جنرال پاركر وويل:

"دا لومړى ځل دى، چې ايساف جوړ كړي تاسيسات بېرته افغان حكومت ته سپاري، البته د ايساف دغه اقدام په افغانستان كې د پرمختګ او هيلو ښكارندويي كوي.

موږ بايد په دې برخه كې د نورو پروژو د پلي كولو په برخه كې هم ژمن اووسو."

افغان چارواكي په داسې حال كې د افغانستان د هوايي ډګرونو د ټولو برخو د واك د خپلولو هيله څرګندوي، چې ويل كيږي د څو كلنو جګړو په ترڅ كې د دغو هوايي ډګرونو زياتې برخې ورانې شوې دي.

خو ويل كيږي، چې د طالبانو د حكومت تر راپرځيدلو ورسته او د نوي حكومت د كار له پيل څخه د نړيوالې ټولنې په مرسته د افغانستان د هوايي ډګرونو د ورانو برخو د رغولو په كې هم يو شمېر كارونه تر سره شوي دي.
XS
SM
MD
LG