د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

د میوند د لوړو زده کړو موسسه ۷۰۰ محصلینو ته ۷۰ فیصده تخفیف ورکوي


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د ځوانانو د برخې مرستيال محمد ظاهر غوث او د میوند د لوړو زده کړو د موسیسې مشر.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د ځوانانو د برخې مرستيال محمد ظاهر غوث او د میوند د لوړو زده کړو د موسیسې مشر.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د ميوند د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ د يو تړون له مخې، شاو خوا اوه سوه محصلين كولى شي، چې يادشوې موسسې ته جذب شي.دا هغه ځوانان دي، چې په دولتي پوهنتونونو كې له جذب څخه پاتې شوي او د اقتصادي كمروزۍ له امله په خصوصي پوهنتونونو کې زده کړې نه شي کولی .

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانومعينيت وايي، پلان لري چې په روان لمريز كال كې په زرګونه هغه ځوانان، چې دولتي پوهنتونونو ته بريالي شوي نه دي، د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته معرفي كړي.

دا خبره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د ځوانانو د برخې مرستيال محمد ظاهر غوث، د پنجشنبې په ورځ د ميوند د لوړو زده کړو موسسې سره د يوه تړون د لاسليك كېدو پرمهال وكړه:

"موږ پلان لرو، چې له پنځه زرو څخه تر شپږ زرو پورې محصلين د لوړو زده کړو حصوصي موسسو كې جذب كړو، په دوى کې لومړى حق بې وزلو نجونو او بې وزلو زلميانو ته وركول كيږي او ترټولو په كې عمده هدف د ليرې پرتو او ناارامه سيمو د زلميانو شاملېدل دي."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د معينيت د معلوماتو له مخې دوى تېركال هم كابو څلور زره بې وسې ځوانان، چې نجونې هم په كې وې، د هېواد د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته معرفي كړي، چې اوسمهال په كې د لږ فيس په وركولو په زده كړو بوخت دي.

د ميوند د لوړو زده کړو خصوصي موسسې رييس خيال محمد ملكزاده وويل، چې د ميوند د لوړو زده کړو موسسې محصلانو مياشتينى فيص پنځه زره افغانۍ دى، خو كوم محصلين چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ورپيژندل كيږي له هغو څخه اويا فيصد كم فيس اخلي.

د هېواد هغه ځوانان، چې تعليم سره مينه لري او د لوړو زده کړو موسسو كې لوړفيسونه نه شي وركولى، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه اقدام ستايي د عارف په نوم د بګراميو اوسېدونكی يو زلمي ازادي راډيو ته وويل:

"زه د دولتي پوهنتون په كانكور كى بې نتيجې پاتې شوم. اوس غواړم د اطلاعاتو او فرهنګ د ځوانانو د چارو د معينيت له لارې خصوصي پوهنتون كې شامل شم، غريبو زلميانو ته دا ډېره ښه زمينه ده."

خو ځوانان وايي، چې د هېواد له لېسو څخه هركال په لسګونو زره زده كوونكي فارغيږي او دولتٰي پوهنتونونه د ټولو د جذب ظرفيت نه لري، له بلې خوا په هېواد كې كارونه هم نه شته، د همدى له امله كال په كال د وزګارو ځوانانو شمېرزياتيږي او په سختو اقتصادي شرايطو كې ژوند كوي.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د برخې معينيت وايي، دوی
پلان لري چې د دولت د نورو ارګانونو په مرسته د ځوانانو، د زده كړو دوام، كار او روغتيا ته يولړ پروګرامونه ترتيب او عملي كېدو ته يې د دولت د نورو ارګانونو په مرسته تدابير ونيسي.

راپور: خان محمد سيند
XS
SM
MD
LG