د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

افغانستان او چین ځیني مهم تړونونه لاسلیک کړل


کرزي همداراز ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې به د چینايي کمپینو او پرسونلو ساتنه ډاډمنه کړي.
کرزي همداراز ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې به د چینايي کمپینو او پرسونلو ساتنه ډاډمنه کړي.

افغانستان او چین پرون د اقتصادي او تجارتي همکاریو موافقې لاسلیک کړې او ژمنه یې وکړه، چې په سیمه کې به د امینت ساتني لپاره همکاري زیاتوي. دغه موافقې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او د هغه چینایي سیال هو جین تاو ترمنځ له خبرو وورسته لاسلیک شوې.

د افغانستان ولسمشر او د هغه چینايي سیال، په داسې حال کې، چې د افغان او چینايي مقاماتو له لوري یې د اقتصادي او تجارتي موافقو لاسلیکېدا څارله، ژمنه وکړه چې په سیمه کې به د امنیت ساتنې لپاره همکارۍ زیاتوي.

د راپورونو له مخې دواړو هېوادونو د اقتصادي همکارۍ، تخنیکي روزنې او چین ته د افغانستان پریوشمیر صادراتو د ګمرګي تعرفو د له منځه وړلو په برخو کې موافقې لاسلیک کړې. په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړل شوي.

د چین ولسمشر هوجین تاو وویل، چین ته د هغه د افغان سیال سفر به زموږ ترمنځ همکاري او هراړخیز مشارکت نوې سطحې ته لوړ کړي.

د چین خبری رسنیو د ولسمشر هو له قوله وویل، چې چین به تل د خپل حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره د افغانستان د هلوځلو ملاتړ کوي.

د چین ولسمشر همدا راز وویل، دواړه خواوې باید په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره په فعال ډول له ترهګرۍ، بېلتون غوښتنې، مذهبي افراطیت او له پولو د باندې منظمو جرمونو سره مبارزه وکړي.

ښاغلي هو د دې په څنګ کې چې د کانونو، کرنې، برېښنا، اوبه لګونې او نورو بنسټیزو پروژو په برخو کې له افغانستان سره پر اقتصادي همکاریو ټینګار وکړ، د ژورو سیاسي اړیکو او د دواړو خواوو د مشرانو ترمنځ د لا زیات تګ راتګ غوښتنه وکړه.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم وویل، چې چین د افغانستان او سیمې په ثبات کې ډېرمهم رول لوبوي. افغانستان د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره لېواله دی، چې له چین او د سیمې له نورو هېوادونو سره همکاري وکړي.

کرزي همداراز ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې به د چینايي کمپینو او پرسونلو ساتنه ډاډمنه کړي.

دا چین ته د ولسمشر کرزي درېیم رسمي سفر دی. په دی سفر کې له کرزی سره د بهرنیوچارو وزیر زلمی رسول، دفاع وزیر جنرال رحیم وردګ او د مخکښو ملي سوداګرو یوه شل کسیزه ډله هم ملګرې ده.

چین د افغانستان له طبیعي زیرمو سره خاصه لېوالتیا لري. د دې یو مثال د لوګر په مس عینک کان کې د دې هېواد ۳ میلیارده ډالره پانګونه ده. دې هېواد د حاجي ګک د وسپنې په کان کې له پانګونې سره هم لېوالتیا ښودلې ده.

په دې دواړو پروژو کې پانګونه د جګړه ځپلي افغانستان د اقتصاد لپاره لویه مرسته ګڼل کېږي.

د چین ولسمشر ښاغلي هو همداراز له افغانستانه وغوښتل، چې په شانګهای تړون کې لوی رول ولوبوي. په دې تړون کې د منځنۍ اسیا پر هیوادونو سربېره چین او روسیه غړیتوب لري، خو افغانستان د دې تړون په غونډو کې د څارونکي په توګه ګډون کوي.

د افغانستان ولسمشر به نن مخکې له دې چې، چین ته خپل سفر پای ته ورسوي او بېرته هېواد ته راستون شي، د چین له صدراعظم وین جیاباو سره هم وګوري.
XS
SM
MD
LG