د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

ولسي جرګه:د روان کال په بودیجه کې دولت توازن نه دی مراعات کړې


د افغانستان ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې په غونډه كې، چې د روان لمريز كال پر بوديجې بحث ته ځانګړې شوې وه، د خلكو يو شمېر استازو انتقاد كاوه، چې په دې بوديجې كې ولايتونو ته په متوازنه توګه توجه نه ده شوې.

د ولسي جرګې يوې غړې شكريې باركزۍ، چې له غونډې څخه د اعتراض په توګه وتلې وه، خبريالانو ته وويل، د روان كال لپاره د ماليې وزارت له خوا وړاندیز شوې بوديجې كې ټولنيز عدالت په پام كې نه دى نيول شوى:

"په ټوله ايزه توګه د استازو نيوكه همدا ده، چې دغه بوديجه موثريت نه لري او نه شي كولای، چې د خلكو په ژوند كې بدولون، د کاري فضا را منځته کیدل ، ټولنیز عدالت کې توازن او پراختیا راولي ، چې دا د افغان دولت د جوړونې يوه مهمه برخه ده."

زیاترو وكيلانو شكايت كاوه، چې د سيمو د پراختيا لپاره يې په بوديجه كې لږه ونډه وركړل شوې.

د ولسي جرګې يوه غړي محمد اكبري، چې له غونډې څخه د اعتراض په توګه وتلى و، وويل، چې هغه سړك چې كابل – هرات سره نښلوي په دې بوديجه كې ورته برخه نه ده وركړل شوې.

خو د افغانستان د ماليې وزارت بيا د وكيلانو دغه تورونه ردوي.

د افغانستان د ماليې وزارت وياند عزيز شمس وايي، چې دغه وزارت د نورو وزارتونو او ادارو د غوښتنې په اساس كلنۍ بوديجه برابره كړې ده.

د افغانستان د ملي شورا غړي په حكومت دا نیوکه هم كوي، چې زیاتره وزارتونه او ادارې يې نه دي توانيدلي، چې د تېركال بوديجه ټوله ولګوي.

د كار پوهانو په باور د حكومتي ادارو ټيټ كاري ظرفيتونه د دې سبب كيږي، چې دوى خپله بوديجه په پوره توګه ونه شي لګولاى.

دوى ټينګار كوي، چې د وزارتونو او دولتي ادارو د ظرفيتونو د لوړولو لپاره دې هم لا ډير كار وشي.
XS
SM
MD
LG