د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

د افغانستان د زندانونو وضيعت په سلو كې ديرش ښه شوى


د افغان زندانیانو وضیعت ۳۰ فیصده ښه شوی
د افغان زندانیانو وضیعت ۳۰ فیصده ښه شوی

د افغانستان د زندانونو مشر پاسوال اميرمحمد جمشيد نن په دې اړه يوې خبري غونډې ته وويل، چې د افغانستان د محابسو وضيعت په سلو كې ديرش ښه شوى دى او په محابسو كې د محبوسينو لپاره د زده كړې او همدارنګه د حرفو او کسبونو د یادولو اسانتياوې برابرې شوې دي.

د افغانستان د عدليې وزارت د محابسو چارواكي وايي، چې په دغه هېواد كې د محابسو وضيعت مخ په ښه كېدو دى.

د افغانستان د عدليې وزارت د محابسو مشر پاسوال امير محمد جمشيد دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په كابل كې د افغانستان د محابسو د وضيعت د ښه كېدلو په اړه له هغه دوه ورځني وركشاپ وروسته وكړې، چې په افغانستان كې د ايساف او يونما دفتر په مرسته جوړ شوى و.
د ښاغلي جمشيد په وینا، تر راتلونكي كاله پورې به ۵۰ فیصده مثبت بدلون راشي.


ښاغلي جمشيد وويل، چې تر راتلونكي كاله پورې به د افغانستان د محابسو په وضيعت كې په سلو كې پنځوس مثبت بدلون راشي:

"كه شرايط مخ په ښه كېدلو شي، نو كوم محابس، چې د كار لاندې دي، له دې سره به تر راتلونكي كاله پورې د افغانستان د محابسو په وضيعت كې په سلو كې پنځوس بدلون راشي، اوس په سلو كې ديرش مثبت بدلون راغلى دى.

د مثال په ډول موږ په هرات كې اتيا په سلو كې لاسته راوړنې لرو او دغه شان په هلمند كې، كه څه هم هلته امنيتي وضيعت ښه نه دى."

د ښاغلي جمشيد په وينا، په يو شمېر محابسو كې د محبوسينو لپاره د زده كړې او ډول، ډول حرفوي زده كړو اسانتياوې هم برابرې شوې دي.

دا په افغانستان كې د محابسو د وضيعت د ښه كېدلو په هدف د ايساف له خوا درېم جوړ شوې وركشاپ دى.

په افغانستان كې د ايساف ځواكونو سلاكار هيرمن نيكولاى هم خبري غونډې ته وويل، په كار ده، چې په افغانستان كې د قانون د حاكميت تر څنګ د اصلاح او تاديب مسالې ته هم نړېوال پام را واړول شي:

"كه چېرې وګورو زیاتره نړېوالو دوستان د قانون له حاكميت څخه ملاتړ كوي، خو ډير كم داسې هېوادونه شته، چې دغې مسالې ته يې توجه كړې ده او دا د اصلاح او تاديب مساله هم ډيره مهمه ده، خصوصا د پاڅون وړاندې د مبارزې په خاطر، نو ځكه ايساف دغې برخې ته پام اړولى او غواړي، چې د نړېوالې ټولنې پام هم دغې برخې ته را وګرځوي."



د ښاغلي نيكولاى په وينا اوس مهال يواځې په افغانستان كې د يونما دفتر او افغان دولت له دوى سره همكاري كوي خو انګلستان او كاناډا هم په دې برخه كې د مرستې ژمنه كړې ده.

نن سبا په افغانستان كې د محابسو شمېره ۲۷ ته رسيږي، چې په دغو محابسو كې كابو ۱۶۵۰۰ محبوسين شپې ورځې تېروي.

افغان دولت په داسې حال كې په محابسو كې د مثبتو بدلونونو خبره كوي، چې ډيرى محبوسين په محابسو كې دوى سره د نا سم چلند، چاپيرال او اسانتياوو د نه برابرولو په برخه کې انتقادونه لري، چې تر ډيره دغه وضيعت په محابسو كې د پاڅونونو او نښتو لامل هم ګرځيدلى دى.
XS
SM
MD
LG