د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

شریفي: په دولتي ادارو كې فساد كم شوی دى


د افغانستان د تفتيش اوڅارنې عمومي اداره وايي، چې په ډير شمېر دولتي ادارو كې د فساد په وړاندې مبارزه چټكه شوې ده.
د افغانستان د تفتيش اوڅارنې عمومي اداره وايي، چې په ډير شمېر دولتي ادارو كې د فساد په وړاندې مبارزه چټكه شوې ده.

د اداري فساد د مخنيوي په هدف د افغانستان د څيړنې او كنټرول د ادارې له خوا د سې شنبې په ورځ يو سمينار جوړ شو.په دې سمينار كې چې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې په مالي مرسته جوړ شوى.

د ماليې وزارت، د لويې څارنوالۍ، د اداري فساد په وړاندې د ستراتيژۍ د عملي كولو د څار د عالي ادارې او د نړيوال بانك استازو برخه اخيستې وه.

د افغانستان د تفتيش اوڅارنې عمومي اداره وايي، چې د شوو څيړنو له مخې د فساد په وړاندې د مبارزې له پيلېدو سره سم د هېواد په ځينو دولتي ادارو كې فساد كم شوی دى.

د دې ادارې رييس محمد شريف شريفي د سې شنبې په ورځ په كابل كې د اداري فساد د مخنينوي په هدف په جوړ شوي سمينار كې وويل، چې په دولتي ادارو كې د فساد مخينوى وخت ته اړتيا لري، خو ده څرګنده كړه چې په ډير شمېر دولتي ادارو كې د فساد په وړاندې مبارزه چټكه شوې ده.

د ښاغلي شريفي په خبره په تېرو كلونو كې د نړيوالو مرستو يوازې شل په سلو کې د حكومت له لارې مصرف شوي، چې د تفتيش او څارنې اداره يې حساب وركولو ته تياره ده:

"په هغه اندازه چې په رسنيو كې ويل كيږي د حكومت په چوكاټ كې فساد نشته بلكې فساد ډېر د حكومت له چوكاټ څخه بهر د هغو پيسو د لګښت په څرنكوالي كې دى، چې د غير حكومتي ادارو يا انجوګانو له خوا لګول كيږي."

د افغانستان د تفتيش اوڅارنې اداره وايي، چې په تېر لمريز كال كې د دې ادارې په چوكاټ كې د فساد او اختلاس ديارلس موارده كشف او د دوسيو په بڼه لويې څارنوالۍ ته سپارل شوي دي.

په عين حال كې د دې سمينار د پيل په مراسمو كې د ماليې وزارت چارواكو هم وويل، چې د دوى د څيړنو له مخې د نوموړي وزارت په مربوطه ادارو كې هم فساد كم شوى، چې دا په ګمركونو او نورو ادارو كې د عوايدو د زياتوالي لامل ګرځېدلى دى.

د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې او نړيوال بانك چارواكي هم دا مني، چې د حكومت له دستګاه څخه بهر د نړيوالو مرستو د لګښت په برخه كې فساد زيات دى، د نړيوال بانك د مالي چارو متخصص پاول اېډوين سسك وويل، چې دوى به مرسته كوونكي هيوادونه وهڅوي، چې خپلې مرستې د افغانستان د حكومت له لارې ولګوي:

"د افغانستان دولت د فساد په وړاندې د مبارزې د پلان په عملي كولو كې جدى دى او حكومت د مرسته شوو پيسو د ضايع كېدو د مخنيوي لپاره ښه پلان جوړكړى.

نړيوال بانك به مرسته كوونكي هېوادونه وهڅوي، چې خپلې مرسته شوې پيسې د ماليې وزارت او نورو دولتي ادارو له طريقه مصرف كړي."

ښاغلي سسك وويل، چې مرسته كوونكي هېوادونه د افغانستان له دولت څخه غواړي، چې يو داسې سيسټم جوړ كړى چې دوى ته د مرسته شوو پيسو او د لګولو له څرنكوالي څخه لكه څنګه، چې لازمه ده ځواب ووايي.

ولسمشر كرزي په دولتي ادارو كې د فساد د مخنيوي لپاره د جدي مبارزې ژمنه كړې او له نړيوالو څخه يې هم غوښتي، چې خپلې مرستې په دې هېواد كې د حكومت له لارې ولګوي او په غير حكومتي ادارو كې هم د فساد مخه ونيسي.
XS
SM
MD
LG