د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

ډي مسټورا: د سولې له هلو ځلو ملاتړ كوو


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي بان کی مون ځانګړی استازی سټیفن ډي مسټورا
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي بان کی مون ځانګړی استازی سټیفن ډي مسټورا
ښاغلي ډي مسټورا څرګنده كړه، چې د سولې راتلونكې جرګه يوه افغاني پروسه ده او په دې برخه كې به دوى افغان دولت ته سلامشوره نه وركوي بلكې د اړتيا په صورت كې به ورسره لازمه مرسته وكړي:

"موږ به داړتيا په صورت كې په تخنيكې برخه كې مرسته وكړو، موږ غواړو د سولې د جرګې په چوكاټ كې د خبرو اترو اساسي پړاونه پيل او د ملي پخلاينې لورى هم معلوم شي خو ټينګار كوم چې دا يوه افغاني پروسه ده.

په راتلونكو څو ورځو كې به د هغو افغان چارواكوسره وګورم، چې د سولې د جرګې تنظيموونكي دي او خپل تخنيكي ملاتړ به ورته وړاندې كړم، كوم چې دا جرګه بريالۍ كولاى شي."

ټاكل شوې ده د سولې ملي مشورتي جرګه د راتلونكې مياشت په څوارلسمه نېټه په كابل كې جوړه شې او د افغانستان د ملي شورا د غړو ترڅنګ د ولايتي شوراګانو او مدنې ټولنو استازي او د افغانستان له ټولو ولايتونو څخه قومي مشران او مخور په كې برخه واخلي او له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو اترو په څرنګوالي بحث وكړي.

خو د دې جرګې له جوړېدو دمخه له څو ورځو راهيسې د انجنير حكمتيار د حزب اسلامي يوپنځه كسيز پلاوى كابل ته راغلى او له جمهور رييس كرزي او ځينو نورو دولتي چارواكو سره يې كتلي او د سولې يوه طرح يې هم افغان دولت ته سپارلې ده.

په عين حال كې د ملي شورا غړي او د افغانستان په بېلابېلو برخو كې خلك هم كابل ته د حزب اسلامي د پلاوي راتګ د سولې د ټينګښت لپاره يوښه ګام بولي.

په مشرانوجرګې كې سناتور محمد حسن هوتك وايي، چې حكومتي چارواكي بايد له نورو وسله والو مخالفينو سره هم په ورته توګه د سولې خبرې اترې پيل كړي.

په كابل كې د ملګروملتونو ځانګړي استازي سټيفن ډي مسټورا هم د افغان دولت او د ښاغلي حكمتيار د حزب اسلامي د پلاوي ترمنځ خبرو اترو ته په اشاره وويل، چې د افغانستان د ستونزو د حل ترټولو غوره لاره خبرې اترې او سياسي روغه جوړه ده.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو پخواني ځانګړي استازي كاى ایده هم منلي وو، چې ده له دې هېواد څخه بهر د وسله والو طالبانو او د دولت د نورو وسله والو مخالفينو له يوشمېر چارواكو سره كتلي وو او د سياسي روغې جوړې په اړه يې ورسره خبرې كړې وي.

خو ښاغلى ډي مسټورا وايي، چې دى داسې كوم پلان نه لري چې د ښاغلي ايډه په څېر د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره وګوري ځكه د ده په خبره دا يوه افغاني پروسه ده او بايد چې افغانان يې له خپل دود دستور او خوښې سره سمه پرمخ بوځي.
XS
SM
MD
LG