د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

درې لوړرتبه امنیتي چارواکي کندهار ته تللي وو


د ملي امنیتي ریس امرالله صالح ، د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر، د دفاع وزیر رحیم وردک او د کندهار والي خبریالانو ته څرګندونې کوي
د ملي امنیتي ریس امرالله صالح ، د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر، د دفاع وزیر رحیم وردک او د کندهار والي خبریالانو ته څرګندونې کوي

افغان چارواکي وايي په کندهار کې به د ملي پوليسو د زياتوالي تر څنګ د ملي امنيت د کارکوونکو په تنخواګانو او تشکېل کې هم ډير ژر زياتوالی راشي او د اميد په نامه دعملياتو دپاره د زميني پر برابرولو کار پيل شوي دی .

دا خبري په کندهار د کورنيوچارو او ملي دفاع وزيرانو او ملي امنيت لوی ريس په يوه خبري غونډه کې خبريالانو ته وکړې..

د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ په خپلو خبرو کې وويل چې دوی کندهار ته د اولسمشر په هدايت راغلي دي څو د قومي مشرانو سره تر مشورو کولو وروسته خلکو ته دامنيت په سمولو سره د ارام او سوکاله ژوند کولو زمينه برابره کړي .

د وردګ په وینا په کندهار کې د امنتي سرتيرو زياتول ډير ضروري دي خو په هغه صورت کې چې يو منظم پلان جوړ او عملي شي ، نوموړي وویل پر دې چاره يې کار پيل کړی دی .

د ملي دفاع وزير عبدالرحيم وردګ په کندهار کې دپيليدونکو عملياتو په هکله هم معلومات ورکړل او زياته يي کړه چې داميد په نامه ددې عمليانو هغه برخه پيل شوې ده چې عملياتو ته زمينه برابروي او له دي وروسته به خپل ګډ عمليات پيلوي.

د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر يو ځل بپا خپله ژمنه تازه کړه او ويې چې دوی به د ملي پوليسو په شميره کې زياتوالی راولي خو په دې برخه کې يې دخلکو همکاري اړينه وبلله .

د ملي امنيت لوی ريس امرالله صالح هم په خپلو خبرو کې د هيواد په جنوبي ولايتونو کې د ملي امنيت د کارکوونکو تشکېل کافي ونه باله او ژمنه يي وکړه چې دوی به د يو پلان له مخې د ملي امنيت په کار کوونکو او د هغوی په تخوا ګانو کې د پام وړ بدلون راولي .

کندهار ته د لوپوړو امنيتي چارواکو توجه وروسته له هغه زياته شوه کله چې لس ورځي مخکې په کندهار ښار کې د شپي له لوري ٧ پر له پسې درني چاودنې وشوې او کابو پنځه نوي تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
XS
SM
MD
LG