"زه وایم، چې د افغانستان او پاکستان په رسنیو کې ازادي هم را روانه ده او ورسره ضمداري هم موږ رسنۍ دې دواړو دولتي چارواکو ته د دوي تاوتریخوالی ورپه ګوته کوو."
وروسته بيا د پاكستان د اج د تلويزون د خبري څانګې اډيټر ارشد عزيز ملك وويل، چې له نيكه مرغه اوس د افغانستان او پاكستان ترمنځ اړيكې ډيرې ښې شوي دي او ډير سياستونه بدل شوي دي، چې د دواړو هېوادونو خلكو ته دا هيله وركوي چې په سيمه كې به امن او ارامي راځي.
دغه راز د پېښور د پريس كلب مشر شميم شاهد ازادۍ راډيو د دې پوښتنې په ځواب كې چې د افغانستان په مطبوعاتي كانفرانسوونو كې ډير لږ يا هيڅ پاكستاني ژورنالستانو نه ليدل كيږي، په داسې حال كې چې دواړه هېوادونه سره ګاونډيان هم دي او ډير مشترك خبرونه لري وويل، چې د دواړو هېوادونو ژورنالستانو ته د ويزو په وركړه كې لا تر اوسه هم لازمې اسانتياوې نه دي برابرې شوي.
دغه راز دغو پاكستاني ژورنالستانو دا هم ويل، چې لكه د سيمي هېوادونو ترمنځ، چې اقتصادي تړونونه او ټولنې وجود لري بايد د سيمي د هېوادونو د ژورنالستانو يوه دا سې ټولنه هم جوړه كړای شي، چې د حكومتو تراغيز لاندې نه وي او په رېښتوني توګه د سيمې د سوكالۍ لپاره كار وكړای شي.
دغه پاكستاني ژورنالستانو د تېرو څو ورځو راهيسې په افغانستان كې وه، چې د افغانستان د اطلاعاتو كلتور د وزير سربېره يي له يو شمېر نورو افغان لوړ رتبه چارواكو او له ګڼو افغاني ژونالستانو سره كتلي دي.
دا لومړۍ ځل نه دی، چې د پاكستاني ژورنالستانو يوه ډله افغانستان ته راځي بلكه تر دې مخكې هم پاكستاني ژورنالستان افغانستان ته راغلي، د افغانستان د يوشمېر حكومتي او غير حكومتي خبري رسنيو سره، له چارواكو سره يي كتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيكو د غوره والي په برخه كې يي د ژورنالستانو په رول باندې ټېنګار كړې دی.
مجاهد جواد .