د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

علمي:د حكمتيارد اسلامي حزب هییت له ولسمشركرزي سره وليدل


د افغانستان د جمهوررييس يوه وياند حامد علمي
د افغانستان د جمهوررييس يوه وياند حامد علمي

له څو ورځو راهيسې په كابل كې د حزب اسلامي د يوه پلاوي له تم كېدو وروسته، د ارګ په ماڼۍ كې چارواكي وايي، چې د حكمتيارد حزب اسلامي دې پلاوي له دولت سره د يوځاى كېدو او سولې ته د رسېدو په هدف خپله طرح له ولسمشركرزي سره شريكه كړې ده.

د افغانستان د ولسمشر يوه وياند حامد علمي د دوشنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په خبرو كې، كه څه هم په دې اړه ډير جزييات ورنه كړل خو دا يې څرګنده كړه، چې د حزب اسلامي د سولې طرح د دې پلاوې له خوا ولسمشر كرزي ته سپارل شوې ده:

"د ښاغلي حكمتيار د حزب اسلامي يو پلاوى كابل ته راغلى او د سولې يو پروګرام يا طرح يې هم راوړې ده.

دې پلاوې له ولسمشر كرزي سره د هغه د سولې د پروګرام او دا چې څنګه په دې هېواد كې سوله راتلی شي خبرې وكړې."

په عين حال كې ويل شوي، چې دا پلاوى د سولې د ټينګښت له كميسيون سره، چې مشري يې جهادي مشر او د مشرانو جرګې رييس صبغت الله مجددي كوي، هم په تماس كې دى، خو په ټولو مواردو كې د دغو خبرو اترو په اړه جزييات نه دي په ډاګه شوي او دا لانه ده معلومه، چې دا خبرې اترې به څه نتايج ولري.

د د قطب الدين هلال او د حزب اسلامي د پخواني وياند قريب الرحمان سعيد په ګډون لا تر اوسه د انجنير حكمتيار د حزب اسلامي دې پلاوي له رسنيو سره خبرو كولو ته تيارى نه دى ښودلې.

خو په هرحال سياست پوهان په دې باور دي، چې كابل ته د حزب اسلامي د پلاوي راتګ او له افغان دولتي چارواكو سره يې خبرې اترې دا څرګندوي، چې د سولې هڅې ګړندۍ شوي او داسې ښكاري، چې د وسله والو مخالفينو يوه مهمه ډله يعنې حزب اسلامي له دولت سره يوځاى كېدو ته شين څراغ ښودلې دى.

ولسمشر كرزي او نورو دولتي چارواكو ويلي، چى دوى به د سولې هلو ځلو ته دوام وركړي څو وسله وال مخالفين له جګړو څخه لاس واخلي اوپه دې هېواد كې سوله رامنځ ته شي.

دغه راز افغان دولت وايي، چې په راتلونكې مياشت كې به كابل د سولې د جرګې د جوړېدو شاهد وي ترڅو له قومي مشرانو او مخورو سره له طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو سره سولې ته د رسېدو ښې او مناسبې لارې چارې ولټول شي.
XS
SM
MD
LG