د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

ملاسلام: موسی کلا کې د شاه کاریز سیمه وسلوالو ونیوله


د موسي كلا ولسوال ملاسلام وايي، د موسی كلا د شاه كاريز سيمه د مركزي دولت د نه پاملرنې له کبله د وسلوالو طالبانو لاس ته ولویده . د موسي كلا ولسوال وايي، د شاه كاريز نيول د ټولې موسی كلا نيول دي او دا سيمه د موسی كلا لپاره ډېره مهمه ده.

د موسی كلا ولسوالۍ شاه كاريز سيمه وروسته تراوږدې جګړې د ولسوالو طالبانو په لاس كې ولوېده، دموسی كلا ولسوال وايي، د شاه كاريز د پوليسو او طالبانو ترمنځ د څلور كلونو راهېسې سختې نښتې او شخړې رامنځت ه شوي دي، چې په تېره اونۍ كې يې د خپل نوبت ستره دوره تېره كړه او بلاخره هغه سيمه د دولت د مخاليفينو لاس ته ولویده.

ملا عبدالسلام د تليفون پركرښه ازادي راډيو ته وويل، په شاه كاريز كې اوه كسه دولتي پوليس ووژل شول او تر اولس زيات نور ټپيان شول، چې د ولسوال په خبره د اكثرو وژل شوو پوليسو كورنۍ هم په شاه كاريز كې بندي پاته دي.

"د ټولو وژل شوو پوليسو كونډې زما سره پركور ناستې دي او ماته چيغې وهي، د دوی كورونه هلته پاتې دي هيڅ هم نه لري."

شاه كاريز، چې يووخت د كجكي ولسوالۍ د لويې علاقه دارۍ په نوم مشهوره وه، د موسی، سنګين او كجكي ولسواليو لپاره ډېر مهم اهميت لري.

د موسي كلا ولسوال وايي، د مركزي دولت د نه توجه ترڅنګ د بهرنيو ځواكونو نه ملاتړ د ده پوليس دې ته اړ اېستل، چې سيمه پريږدي او موسی كلا ته راشي.

ملاسلام وايي، وړاندې تر دې د هرډول نښتو مخه په شاه كاريز كې نيول كېده، چې وروسته تر دې به دا ټولې ستونزې د موسی كلا مركزي سيمو ته نفوذ وكړي.

دی وايي، د تېرو دوه نيم كالو راهېسې هلته پنځه شپېته تنه پوليس وژل شوي دي او لسګونه نور يې هم ټپيان شوي دي.

ولسوال د دې پړه پرمركزي دولت ورواچوله، چې د ده په خبره ګواكې سره له دې چې بار بار يې خبر وركړ مګر بيا يې هم چامرسته ونه كړه.

ملاسلام وويل، په موسی كلا كې د هغه پوليسو نه چې د كورنيو چارو وزارت له لوري د شاه كاريز سيمې د ساتلو په خاطر وركول شوي وو اوه كسه وژل شوي دي او اتلس تنه يې ټپيان شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د موسی كلا ولسوالۍ په شاه كاريز سيمه كې د پوليسو او طالبانو ترمنځ څومياشتې وړاندې د يوې اوږدې نښتې پرمهال يوشت تنه پوليس ووژل شول او ګڼې پوستې د دولت د مخاليفنيو په لاس ورغلي.

د موسی كلا ولسوال وايي، دا ځل يې د وسلوالو طالبانو پنځوس تنه وژلي دي او ګڼې وسلې يې هم په لاس ورغلي دي.

خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي دا نه مني وايي، يوازې دوه طالبان د شاه كاريز په سيمه كې وژل شوي دي.

قاري يوسف احمدي وايي، په شاه كاريزي كې يې ټولې پوستې او سيمه نيولې ده او د درېيو رنجر موټرونو ترڅنګ يې يوه كرولا هم نيولې دې ده.

قاري يوسف زیاته کړه، پنځه ويشت تنه پوليس يې وژلي دي او دوه تنه طالبان هم په دې نښتو كې وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG