د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

ډنمارک له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ډنمارک د بهرنیو چارو له وزیرې سره یوځای خبریالانو ته خبري کوي .
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ډنمارک د بهرنیو چارو له وزیرې سره یوځای خبریالانو ته خبري کوي .

د ډنمارك د بهرنيوچارو وزيره ميرمن لين سپرسن د دوشنبې په ورځ له خپل افغان سيال سره په كابل كې په يوه خبري غونډه كې وويل، چې د دوى ځواكونه به په افغانستان كې د سولې د ټينګښت په برخه كې خپلوهلوځلوته دوام وركړي.

د ډنمارك د بهرنيو چارو وزيري كابل ته د خپل سفر په ترڅ كې په افغانستان كې د سولې د ټینګښت له پروسې څخه ملاتړ وكړاو ويي ويل، چې په دې برخه كې به هر اړخيزې مرستې وكړي.

د ډنمارك د بهرنيو چارو وزيري لين سپرسن د دوشنبې په ورځ په كابل كې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير ډاكټر زلمی رسول سره په يوه ګډه خبري غونډه كې وويل، چې هېواد به يي له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام وركړي:

"موږ هيله مند يو، چې افغانستان د پرمختګونو شاهد واوسي، د ډنمارك هېواد به له افغانستان سره د سولې په راوستلو کې خپلو مرستو ته دوام وركړي."

ميرمن سپرسن كه څه هم په افغانستان كې د ډنماركي ځواكونو د پوځي ماموريت د پراختيا په اړه څه ونه ويل، خوڅرګنده يې كړه چې ډنماركي ځواكونه به په دې هېواد كې د سولې د راوستو لپاره خپلوهڅوته دوام وركړي.
لين سپرسن له ډاكټر زلمی رسول سره په يوه ګډه خبري غونډه كې


ډنمارك اوس مهال په افغانستان كې نږدې اوه سوه سرتېري لري، چې په هلمند ولايت كې د نورو نړېوالو ځواكونو ترڅنګ د امنيت په ټينګښت او د بيارغاونې پر چارو بوخت دي.

دغه راز د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاكټر زلمي رسول وويل، چې د ډنمارك د بهرنيو چارو له وزيرې سره يې د سولې د جرګې او ځينو نورو مهمو مسايلو په اړه هم خبرې كړي:

"موږ د راتلونكو مسايلو په اړه لكه په كابل كې د جوړيدونكي كانفرانس، د سولې د جرګې په اړه خبرې وكړې،همدا راز د سيمه ايزو همكارېو په اړه مو هم خبرې وكړې او دوی ژمنه وكړه، چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام وركړي. "

ډنمارك له افغانستان سره د پوځي برخو تر څنګ د پوهنې د پراختيا او د روغتيا د پياوړي كولو په څانګو كې هم ډيرې مرستې كړي، افغان دولتي چارواكي وايي، چې ډنماركي ځواكونه په هلمند ولايت كې هم د بيارغاونې مهمې پروژې عملي كړي او په ځينو پروژو کې همدا اوس هم د دوى له خوا كار روان دى.

د ولسمشر کرزي له دفتر یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د ډنمارک د بهرنیو چارو وزېرې نن د ولسمشر کرزي سره هم کتلي او په یو لړ مسلو یې ورسره خبرې کړي دي .
XS
SM
MD
LG