د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

يوه کاناډايۍ مېرمن د ننګرهار د نارنج له ګلونو عطر جوړوي


په کاناډا کې يوه سوداګره ښځه د جلال اباد د نارنجو له ګلونو ډېر خوشبوېه او ښکلي عطر جوړوي، چې په کاناډا کې يې هر بوتل په اويا ډالره خرڅوي. په دې وروستيو کې د دغو عطرو مينه وال زيات شوي او دغه مېرمن فکر کوي چې د نارنجو له ګلونو د عطرونو د توليد زياتېدل به د کوکنارو کښت راکم کړي.د دې مېرمنې دغه اقدام ته د کاناډا ګلوب ايند مېل ورځپاڼې ”د وسلوالو طالبانو په وړاندې وسلې“ نوم ورکړى.

داسې وسله چې په جنګ کې ورڅخه استفاده نه کېږي، بلکې دا په ګلونو ښايسته شوى يو قطى يا ډبلى دى چې په منځ کې يې د عطرو يو بوتل ښکاري. ډېر خوشبويه عطر!

ورځپاڼه وايي، د دې عطرو د توليداتو زياتېدل به په افغانستان کې د کوکنارو کښت چې د وسلوالو طالبانو د تمويل مهمه سرچينه ده کم کړي.
ستېګمن په کاناډا کې هر بوتل د عطرو په اويا ډالره خرڅوي


کاناډايي مېرمن باربرا ستېګمن، که څه هم په خپله يې تر اوسه افغانستان ته سفر نه دى کړى، خو په دې هېواد کې زيات تماسونه لري، له همدې برکته يې د نارنجو له ګلونو د عطر توليد ته زمينه برابره کړې.

هغې ويلي په ننګرهار کې يې د خپلو ارتباطيانو په مرسته له هغو مېرمنو سره اړيکې نيولي چې پخوا د کوکنارو په کښت اخته وو، له هغوى څخه يې غوښتي چې د کوکنارو پر ځاى د نارنج روزلو او کرلو ته مخه کړي.




پخوا به د نارنجو له ګلانو څخه د عطرو جوړولو ته دومره پام نه کېده، خو اوس دغې کاناډايۍ مېرمنې ويلي دي، د دغو ګلانو يو ګېلاس عصاره يا شيره په دوه زره ډالره رانيسي، خو له همدې يو ګېلاس شيرې څخه زر بوتله عطر توليدېږي او هر بوتل عطر په اويا ډالره پلوري.

ورځپاڼه ليکي، دغه عطر د عطرونو ټولو پلورنځيو ته نه دي رسېدلي، خو په څو دکانونو کې چې دغه عطر خرڅلاو ته ايښوول شوي، داسې ښکاري چې مينه وال يې زيات شوي دي.
XS
SM
MD
LG