د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

د کابل په بادام باغ کې د نوي کال لومړی ورځ ولمانځل شوه


په دغې نندارې کې د ښځو لاسي صنایع هم نندارې ته وړاندې شول، چې د درې ورځې دوام ولري
په دغې نندارې کې د ښځو لاسي صنایع هم نندارې ته وړاندې شول، چې د درې ورځې دوام ولري

د ۱۳۸۹ كال لومړى ورځ او د برګز دوديزه ميله د يكشنبې پر ورځ د كابل د بادام باغ په سيمه كې په ځانګړو مراسمو ولمانځل شوه.

د بادام باغ په غونډۍ كې د نوي كال په مناسبت غونډه كې د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزير د ولسمشر حامد كرزې پيغام ولوست او وروسته يوشمېر نورو دولتي چارواكو هم د خپلو ادارو راتلونكي پلانونه په ډاګه كړل.

سږكال د نوي كال لومړۍ ورځ د كابينې د يوشمېر غړو، په كابل كې د بهرنيو سفارتونو د استازو او كابل ښاريانو له خوا د بادام باغ په سيمه كې په ځانګړو مراسمو ولمانځل شوه.

د نوى كال د لومړۍ ورځې په غونډه كې په لومړي پړواو كې د افغانستان درې رنګه تور، سور او زرغون بیرغ د كابل ښاروال محمد يونس نو اندېش له خوا پورته شو او وروسته په غونډه كې د افغان ولسمشر حامد كرزي پيغام د اطلاعاتو او كلتور وزير ډاكټر سيد مخدوم رهين له خوا ولوستل شو.

د ښاغلي كرزي په پيغام كې راغلي وو، چې په روان لمريز كال كې به د افغان حكومت لومړۍ هڅه په هېواد كې د سراسري سولې را وستل وي.

ښاغلي كرزي په خپل پيغام كې ژمنه كړې وه، چې دوی به په روان كال كې د سولې هڅې كړندۍ او د اداري فساد او نشه يي توكو پر وړاندې مبارزه پراخه كړي.

په پيغام كې ويل شوي وو، چې په هېواد كې به د جنګ د ټغر د ټولو په هدف د سولي مشورتي جرګه هم ژر را وبولي.

"د دې كال په پسرلي به كې موږ د سولې مشورتي جرګه را بولو، په دې جرګه كې به هغه لارې چارې ولټول شي، چې په عملي كولو سره به يې په افغانستان كې تل پاتې سوله راشي، زموږ د ټولنې اساسي اړتيا سوله ده، موږ بايد د خپلو امكاناتو له مخې په ټول قوت سره د سولې د ټينګولو هڅه وكړو."


د نوي كال په مناسبت غونډه كې د ولسمشر حامد كرزي د ميرمنې زينت كرزي پيغام هم د عامې روغتيا سرپرستې وزيرې ډاكټر ثريا دليل ولوست.

د دې په پيغام كې افغان ميرمنو ته د نوي كال د مباركي تر څنګ په افغانستان كې د تل پاتې سولې د ټينګولو هيله شوي وه.

د افغانستان د كرنې وزارت چارواكو هم په روان كال كې د بزګرانو د لاس نيوي لپاره د نويو پروګرامونه يادونه وكړه.

د كرنې وزارت لومړی مرستيال محمد سليم كندوزي وويل، چې دوی په نوي كال كې د باغدارۍ د پراختيا او له كروند ګرو سره د زياتو مرستو تياري نيولې ده.

همدا راز د كابل ښاروال محمد يونس نو انديش له كابل ښاريانو وغوښتل، چې د چاپيريال د ښه والي لپاره دې له دوی سره مرسته وكړي.

"كابل ښاروالۍ له نړيوالۍ ټولنې سره ښې اړيكې لري، ښاروالۍ به هڅه وكړي، چې كورنۍ پانګونې او خصوصي سكتور ته وده وركړي او د ښار د پراختيا لپاره ورځينې ګټه واخلي او لار ورته هواره كړي."

د افغانستان د وزيرانو شورا هم د نوي كال د جشن لپاره د اطلاعاتو او كلتور وزارت په مشري يو ځانګړي كميسيون جوړ كړی و.

د دې كميسيون د چارواكو په وينا په ټول كابل كې يې د سالمې تفريح لپاره ځانګړي پروګرامونه په پام كې نيولي دي.

د بادام باغ په سيمه كې، چې هلته د نوي كال او د بزګر د ورځې په وياړځانګړي مراسم جوړ شوي دي، په دې سيمه كې د ښځو لاسي صنايع، قيمتي ډبرې او كرنيزو پيداوار د درېيو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل شوي دي.

په دې سيمه كې به همدا راز د سندرغاړو كنسرټونه، بېلابېلې سپورټي لوبې هم ترسره شي.
XS
SM
MD
LG