د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت سږ کال د کانکور پایلې اعلان کړې


د لوړو زده كړو وزارت تدريسي مرستيال محمد عثمان بابري
د لوړو زده كړو وزارت تدريسي مرستيال محمد عثمان بابري

د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت وايي، چې د سږ كال د كانكور پاڼې يې په ډېر دقت څېړلي او لسګونه زره ځوانان يې د لوړو زده كړوعالي او نيمه عالي موسيساتو ته ور پېژندلي دي.

دا خبرې د لوړو زده كړو وزارت تدريسي مرستيال محمد عثمان بابري د شنبې په ورځ د سږ كال د عمومي كانكور د پايلو د اعلان پر وخت وكړې.

نوموړي د سږ كال په كانكور كې د زده كوونكو د شمېر په اړه وويل :

"د لوړو زده كړو موسسو ته د جذب اندازه (( دوه ويشت زره او درې سوه )) ده، چې له دې جملې څخه (( يوويشت زره اته سوه ، اوه پنځوس )) سيټونه برياليو محصلينو ډك او څلورسوه درې څلويښت سيټونه پاتې شول.
افغان محصلین په کانکور کې


د نيمو لوړو زده كړوموسسوته (( يوويشت زره ، درې سوه څلورڅلوېښت))
بريالي شول.

په ټوليز ډول د نيمو لوړو زده كړو موسسو ته د جذب اندازه څه باندې
(( درې څلويښت زره او درې سوه )) ده."

د كانكور ازموينه په مركز او ولايتونو كې د سلواغې او كب په مياشتو كې واخيستل شوه.

د لوړو زده كړو وزارت چارواكي وايي، چې د كانكور امتحان د پاڼو د دقيقو ارزونو لپاره يې پلاوي ټاكلي وو، چې ولايتونو ته ولاړ شي.

همدرانګه ويل شوي، چې د امتحان د پاڼو كتلو لپاره د پرمختللي ټیكنالوژۍ څخه كار اخيستل شوى دى.

ښاغلي بابري وويل، چې د لوړو زده كړو په موسيساتو كې د زده كوونكو د منلو وړتياوې لوړې شوي دي.

د دې سره _سره، چې د لوړو زده كړو وزارت د زده كړو په عالي او نيمه عالي موسيساتو كې د زده كوونكو د منلو وړتېاوې لوړې بولي، سږ كال هم د نورو كلونو په څېر د ښونځيو لسګونو زرو فارغينو لوړو زده كړو ته لاره پيدا نه كړه.

راپورونه وايي، چې د كانكور د پاڼو په څېړلو كې ناسمې لاس وهنې شوي دي، خو د لوړو زده كړو وزرات د ازموينو رئيس برى صديقي وايي، چې سږ كال له خورا ډېر دقت څخه كار اخيستل شوى او په مركز او ولايتونو كې يې د لسګونو داسې كسانو مخه نيولې، چې په غيرې قانوني ډول يې په كانكور كې ګډون كړى و.

معصوم ميوند - كابل
XS
SM
MD
LG