د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۴۰

ایا د نشه یي موادو پیسې د طالبانو جېبونو ته ورځي؟


کله، چې تېر دوبى د امريکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې ته يو مفصل راپور، چې (د افغانستان د جګړې) نوم ورکړل شوى و، وسپارل شو.

يوه جمله په کې زياته برجسته وه. " که چېرې طالبانو او د القاعدې ډلې ته د غيرقانوني پيسو انتقال ونه څارل شي، موږ به د اداري فساد په وړاندې جګړه وبايلو."

په دې راپور کې له غير قانوني پيسو څخه هدف هغه فنډ و، چې له بېلابېلو نامشروع سرچينو لاسته راځي او له وسلوالو طالبانو سره مرسته کوي، چې د امريکا او نورو متحدو هېوادونو په وړاندې وجنګېږي، دغه جنګ څه وخت وروسته نهه کلن کېږي.

رويټرز اژانس ليکي، دغو غير قانوني پيسو اداري فساد غښتلى کړي دی.

په برلين کې د يوې څارونکې ډلې په وينا افغانستان د اداري فساد له اړخه د ١٨٠ هېوادونو په کتار کې ١٧٩يم هېواد دى.


رويټرز اژانس ليکي، په افغانستان کې د روانې جګړې يو علت دا دى چې د امريکا پوځ اکثره وخت د نشه يي موادو د زياتېدونکي کارو بار په برخه کې جدي اقدام نه دى کړى، افغانستان د ټولې نړۍ په سطحه ٩٠فيصده اپيم او د هيروئينو لپاره اومه يا خام مواد توليدوي.

د نشه يي موادو د کار و له بار له درکه لاسته راغلې پيسې د سخت دريځو جېبونو ته لوېږي، چې اټکل کېږي د کال څلورسوه مليونه ډالره به وي.

د دې تر څنګ ځينې قرارداديان هم طالبانو ته لاس په لاس پيسې ورکوي، چې د دوى پر پروژو حملې ونه کړي او کارکوونکي يې ونه تښتوي.

په امريکا کې د نشه يي موادو په وړاندې د مبارزې اداره کې يوه مالي څېړونکي ګرې هاف په روانه اوونۍ د امريکا په فلوريدا ايالت کې يوې غونډې ته وويل:

" د مخالفت د مخنيوي يوه لار دا ده، چې د پيسو د دې ډول جريان مخنيوى وشي "

نوموړي ويلي:

”موږ بايد دا تشخيص وکړو او دغه مالي بنيادونه چې طالبان او القاعده تقويه کوي- شنډ کړو“

ګرې هاف وويل د وسلوالو د مالي بنيادونو په وړاندې د مبارزې لپاره به يوه نوې اداره جوړه شي، چې د امريکا د دفاع وزارت له مالي متخصصينو سره به په ګډه کار کوي.

اژانس ليکي:

"پوښتنه دا ده چې ايا دغه اداره کولاى شي وسلوالو ته د نشه يي موادو د قاچاق له درکه د لاسته راغلو پيسو مخنيوى وکړي؟

په خاص ډول داسې يوه هېواد کې، چي اکثره معاملې په نقدي ډول ترسره کېږي يا هم پيسې په پخواني سيسټم په پټه او مرموز ډول لاس په لاس کېږي"

د پيسو د لېږدولو دغه سيسټم ته حواله وايي، چې په اتمه پېړۍ کې ورڅخه استفاده کېده.

افغانستان اوولس بانکونه لري، خو د بانکدارۍ کلتور په کې وده نه ده کړې. اوس هم ٩٠ فيصده تاديه يا د پيسو ورکړه د حوالې په مرسته ترسره کېږي.

څېړونکي وايي د افغانستان په دويم لوى ښار کندهار کې هر کال د نشه يي موادو د قاچاق له درکه يو مليارد ډالر د حوالو له لارې انتقالېږي.

اژانس وړاندې زياتوي، په مالي جبهه کې برياليتوب د افغان چارواکو په ارادې پورې اړه لري. خو وبه کتل شي چې افغانستان په روان ميلادي کال کې د شفافيت نړيوالې ادارې په ليست کې څوومه درجه اخلي.
XS
SM
MD
LG