د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۴۴

پربې ځایه شوو افغان کډوالو نغدي مرستې وویشل شوی


بشردوست په افغان بې ځایه شوو کډوالو مرستې ویشي

د نوي كال يا نوروز د راسېدلو په وياړ په بهر كې د افغان كډوالو په زرګونه افغانۍ نقدي مرسته د شنبې په ورځ د افغانستان په ولسي جرګه كې د كابل ولايت د خلكو د استازي ډاكټر رمضان بشردوست له خوا په كابل كې په بې ځايه شويو افغانانو وويشل شوه.

د افغانستان د ولسي جرګې غړى ډاكټر رمضان بشر دوست وايي، چې د بهر ميشتو افغانانو له خوا شوې مرسته د بې ځايه شوېو كورنيو لپاره د نوي كال ډالې ده.

ښاغلي بشر دوست دغه څرګندونې د شنبې په ورځ په كابل كې په داسې حال كې وكړې، چې د افشارو او قمبر څلور لارې د كمپونو په بې ځايه شوېو يې د بهر ميشتو افغانانو په زرګونه افغانۍ نقدي مرسته وويشله.

د ښاغلي بشردوست په وينا دغه مرستې، چې د بهر ميشتو افغانانو يا د بشر دوستانو د ټولنې له خوا شوي دي، څلويښت زرو ډالرو ته رسيږي، چې له څو ورځو راهيسې يې په كابل ښار كې په بې وزله افغانانو د ويش لړۍ پيل شوې ده.
بې ځایه شوي کډوال


په كمپونو كې ميشت بې ځايه شوي افغانان وايي، چې له درې كلونو راهيسې يې په دې هيله په خپلو خيمو كې د اوړي د ګرمۍ او د ژمي د سړو سختۍ ګاللې دي، چې ګوندې مسوول ارګانونه به يوه ورځ پام ور واړوي.

د دوى په وينا په هغو پېسو، چې د بهرميشتو افغانانو له خوا ورسره مرسته شوې ده جامې او نور د اړتيا وړ خوراكي مواد رانيسي.

ښاغلي بشر دوست بې ځايه شوېو كورنيو ته د مرستې د ويشلو پر مهال له نورو بهر ميشتو افغانانو هم وغوښتل، چې د امكان په صورت كې له خپلو اړو افغان وروڼو سره مرسته وكړي.

كه څه هم ويل كيږي، په تېرو څو كلونو كې د بې ځايه شوېو افغانانو سره د يو شمېر مرستندويو ټولنو او اشخاصو له خوا وخت و ناوخته مرستې شوې دي خو بې ځايه شوي تر ډيره دوى ته د استوګن ځايونو او كاري اسانتياوو د برابرولو خبره كوي، چې دې ستونزې سره يواځې بې ځايه شوي نه بلكه په مليونونه نور افغانان هم لاس په ګرېوان دي.
XS
SM
MD
LG