د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۴۹

فراهي:ایران د افغان زندانیانود موضع په اړه ناخبري ښودلې


د افغانستان دعدلې او بهرنيو چارو د وزارت چارواكو د شنبې په ورځ د دوهم ځل لپاره، د ايران په محبسونو كې د افغان بنديانو پر وضيعت خبرې وكړې. د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال وويل، اوس مها ل ايراني چارواكو په دې موضوع ناخبري ښودلې ده، خو ژمنه يي كړې، چې موضوع به وڅيړي.

د افغانستان دولتي چارواكي وايي، چې له ايراني چارواكو سره يي د ايران په زندانونو كې د افغان بنديانو په هكله نوي مذاكرات پيل كړي دي.

ولسي جرګې تېره اوونۍ د عدلي او بهرنيو چارو له وزارتونو څخه غوښتې و، چې د ايران په زندانونو كې دې د هغو افغان بنديانو وضيعت معلوم كړي، چې د ايران د قانون له مخې په اعدام محكوم شوي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال كبير فراهي وويل، په افغانستان كې يي د ايران له سفارت او همدارنګه د ايران له بهرنيو چارو له وزارت سره اړيكې ټينګي كړي او موضوع يي ورسره شريكه كړې ده.
د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال كبيرفراهي


فراهي وويل، سره له دې، چې ايراني چارواكو اوس مهال پرموضوع ناخبري ښودلې خو دوى يې نا امېده كړي هم نه دي.فراهي وويل:

"د بهرنيو چارو وزارت تصميم نيولی، چې په راتلونكو لږو ورځو كې به يو نوى پلاوی ايران ته واستوي، چې له ايراني مقاماتو د افغان بنديانو موضوع معلومه كړي، په ايران كې اوس مهال د نوروز رخصتي ده، د بهرنيو چارو وزارت به په دې برخه كې هيڅ ځنډ ونه كړي."

په دې وروستيو كې د ولسي جرګې يو پلاوۍ ايران ته تللې و، ترڅو په ايران كې د افغان بنديانو په هكله له ايراني مقاماتو سره خبرې وكړي.

پلاوي ته ايراني چارواكو ويلي، چې اوس مهال د ايران په محبسونو كې پنځه زره اوه سوه تنه افغانان د مختلفو جرمونو له امله بنديان دي، چې شاوخوا درې زره يي په اعدام محكوم شوي دي.

د دې هيئت مشري، چې د ولسي جرګې د منشي عبدالستارخواصي پر غاړه وه وايي، چې د بهرنيو چارو وزارت ته د ايراني مقاماتو بې خبري بيا هم دا هيله پيدا كوي، چې د دواړو خوا څخه پر موضوع كره څيړنې پيل شي:

"د ايراني چارواكو اوسنى ناخبري هم موږ هيله مند كوي، چې يو ځل بيا د دپيلوماتيكو او حقوقي لارو څخه له ايراني چارواكو سره خبرې پيل كړو.

موږ به ترې هيله وكړو، چې د افغان بنديانو د حبس پر مودې او اعدام له سره غور وكړي."

د افغانستان ولسي جرګې له دې مخكې هم د عدليي، بهرنيو چارو او د كډوالو د راستنولو چارو له وزارتونو څخه غوښتي و، چې د ايران په زندانونو كې د افغان بنديانو موضوع له ايراني چارواکو سره شريكه كړي، تر څو په ايران كې افغان زندانيان هېواد ته را وليږدل شي.

راپور: خان محمد" سيند "
XS
SM
MD
LG