د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د ایساف ځواکونو له ویاند سره مرکه


ښاغلى جنرال ايرك ټریمبلي
ښاغلى جنرال ايرك ټریمبلي

په افغانستان كې د ايساف يا نړېوالو سوله ساتو ځواكونو چارواكي وايي، چې د كندهار په پوځي عملياتو كې به د هلمند د مارجې له عملياتو ډيرسرتېري ګډون وكړي.

په افغاستان كې د ناټو په مشرۍ د نړېوالو سوله ساتو ځواكونو وياند ښاغلى جنرال ايرك ټریمبلي مننه، چې موږ ته مو د مركې وخت راكړ.

پوښتنه:

زما لومړى پوښتنه د كندهار د عملياتو په اړه ده، د راپورونو په اساس دغو عملياتو ته تيارۍ له مخكې پيل شوى دى، كه په دې اړه معلومات راكړئ؟

ځواب:

په راتلونكو څو مياشتو كې د لا ډيرو عملياتو لپاره د افغان امنيتي ځواكونو او د نړېوالو سوله ساتو ځواكونو له خوا چمتوالى روان دى.

د لومړنيو تيارېو مرحله له مخكې پيل شوې ده. په دې مرحله كې په لوېو لارو كې د خلكو د تګ راتګ او په ټولو كچو د خلكو ګډون ته په كې كار كيږي.

همدا راز په كابل كې د مركزي حكومت او ولايتي اود ولسواليو له حكومتونو سره د اړیکو ټينګول هم شامل دي، تر څو دوى سره پوه شي چې د سيمې د خلكو اړتياوې څه دي او د ولسونو اړتيا وې څه دي.

پوښتنه:

په كندهار كې به د وسلوالو مخالفينو پر ضد اساسي پوځي عمليات كله پيل شي؟

ځواب:

په پوره كچه د چمتوالي نيولو عمليات ترسره شوي دي، په دې عملياتو كې ځينې شبكې له منځه وړل شوي دي.

په كندهار ولايت كې ولسوالۍ په ولسوالۍ د امنيت ټينګولو مسئله به ښايي د دواړو افغان او نړېوالو ځواكونو اضافي سرتېرو ته اړتيا ولري، موږ اوس د دې عسكرو د برابرولو په انتظار يو، خو تر دې هم مهمه مسئله په كندهار كې ټولو خلكو ته د دوامداره ثبات راوستلو او خدمتونو برابرول دي.

پوښتنه:

د كندهار په عملياتو كې به څومره افغان او بهرني عسكر ګډون وكړي؟
د ایساف د ځواکونو ویاند ایرک ټریمبلي


ځواب:

ما ته به د پلان جوړونې په دې مرحله كې ستونزمنه وي، چې د سرتېرو د دقيق شمېر په اړه څه ووايم، ځكه چې موږ د انتخابونو په راټولولو كې يو، تر څو معلومه كړو، كوم يو بايد په كې غوره شي.




خو د كندهار په عملياتو كې به د مركزي هلمند له عملياتو نه ډير زيات عسكر برخه واخلي.

پوښتنه:

دا عمليات په داسې وخت كې ترسره كيږي چې افغان دولت د سولې په پروسې كار ګړندى كړى دى، ايا تاسو داسې فكر نه كوﺉ، چې د كندهارعمليات به په افغانستان كې د سولې هلې ځلې زيانمنې كړي؟

ځواب:

زه داسې فكر نه كوم او اجازه راكړه؟ چې درته ووايم، ولې؟

زه فكر كوم، چې افغان دولت له خپلو خلكو سره د ښه امنيت راوستلو ژمنه كړې ده او د ښه امنيت د ټينګول لپاره، يا د ښې حكومتوالۍ او پرمختګ لپاره تاسو امنيت ته اړتيا لری.

له همدې امله دې ته اړتيا پيدا كيږي، چې د خدمتونو د وړاندې كولو لپاره بايد تاسو له افغان امنيتي ځواكونو او نړېوالو سوله ساتو ځواكونو سره په ګډه عمليات ترسره كړې.

پوښتنه:

د افغانستان د كابينې يوه غړي، چې د سولې مشورتي جرګې د تخنيكي چارومشرهم دى، ملي شورا ته وويل، چې ښايي ولسمشر حامد كرزى له نړېوالو ځواكونو وغواړي، چې په كابل كې د سولې له جرګې مخكې په كندهار كې عمليات ونه كړي، په دې اړه به ستاسو ځواب څه وي؟

ځواب:

جمهور رئيس كرزي په نادعلي او مارجې كې هم د عملياتو د ترسره كېدو پريكړه كړې وه او زه ډاډمن يم، چې وزير صاحب وردګ او جنرال مك كرسټال به يو ځلې بيا هم له ولسمشر او چارواكو څخه وغواړي، چې په كندهار كې دې هم عمليات پيل شي.

پوښتنه:

تاسو څرنګه ډاډمنه كولاى شې، چې د كندهار په عملياتو كې به ملكي تلفات نه رامنځ ته كيږي؟ زما بله پوښتنه دا ده چې دا عمليات به تر څومره وخته دوام وكړي؟

ځواب:

زما په فكر دا عمليات به دومره اوږده شي، چې يو داسې وضعيت رامنځ ته شي، چې بشپړ امنيت په كې وي، امنيت په بشپړه توګه تر كنټرول لاندې راشي او افغان ملي پوځ او پوليس هلته خپل استحكامات لا ټينګ كړي.

ستا د لومړۍ پوښتنې په ځواب كې د ملكي تلفاتو په اړه بايد ووايم، چې افغان او نړېوال سوله ساتي ځواكونه هره ورځ هغه څه كوي، چې وكولاى شي د ملكي خلكو د تلفاتو كچه راكمه كړي.

د جګړې حقيقت دا دى، چې دا ډير ستونزمنه ده چې هيڅ ملكي تلفات دې په كې نه وي.

پوښتنه:

كله كله ملكي تلفات په ډيرې ساده طريقې سره رامنځ ته كيږي، په دې معنى چې له بمبارۍ مخكې هيڅ تحقيق نه كيږي او نه هم فكر پرې كيږي، د مثال په توګه به د دايكندي ولايت د خلكو تلفاتو ته اشاره وكړو.

دوى په بـسونو كې و، ښځې په كې وې، چې كالي يې مختلف وي، تر دې هم جالبه دا چې دوى ته د هیليكوپټر په حمله كې چې دوى ترې ليدل كېداى شول، مرګ ژوبله اوښتې. نو داسې ولې كيږي؟

ځواب:

زه غواړم چې په دې اړه لږ په تفصيل سره خبرې وكړم. دلته دوه بالقوه موارد دي.
يو له پخوا نه پلان شوى هدف دى، چې تاسو يې په اړه استخاباراتي معلومات لرئ، تاسو تعقيب كړى وي، ډاډمن ياست چې استخبارات مو د بېلابېلو لارو راټول كړي دي او تاسو پوره وسايل لرئ، چې حمله پرې وكړئ، په داسې مواردو كې تاسو تر حملې لاندې نه ياستئ.

بل مورد داسې وي، چې ستا عسكر له يوې نه يوې خوا نه تر حملې لاندې وي، له وسلوالو مخالفينو سره په سخته نښته كې راګير وي، او داسې استخباراتي معلومات هم موجود وي، چې ښايي مخالفينو ته نوې قوه په ورسېدو وي او بايد په دې برخه له اضافي استخباراتي منابعو څخه معلومات راټول شي.

د ارزګان د پېښې په اړه تراوسه پورې تحقيقات روان دي، په دې اړه به نظر وركول د كورنيو چارو، دفاع وزارتونو او ايساف تحقيق كوونكو ته پريږدو، چې خپله نتيجه ترلاسه كړي.
XS
SM
MD
LG