د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۱۵

د هلمند په موسي کلا کې د دولت او مخالفینو ترمنځ نښته


په موسي کلا کې د دولت اومخالفینو ترمنځ نښته

د هلمند د موسي كلا ولسوال ملاسلام په وینا، چې د دولت او مخاليفينو ترمنځ سخته نښته روانه ده اوهم تر دې دمه طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، چې پوليس هم په دې جنګ كې ټپيان دي.

د موسي كلا ولسوال ملا عبدالسلام وايې، د تېرو څو ورځو راهیسې د موسي كلا په شاه كاريز سيمه كې د دولتي پوليسو او طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي، چې نن يي په دې ټولو ورځو كې سخت زور اخیستى دى.

ولسوال وايي، اوس د دولتي ګډو ځواكونو مرسته د ده د پوليسو هغه امنيتي پوستو ته رسېدلې ده، چې وړاندې د وسلوالو طالبانو تر اور لاندې وې.

ملا سلام په يوه تیليفوني اړيكه كې ازادۍ راډيو ته وويل، جنګ نن په سيمه كې تر ټولو سخته جنبه غوره كړه او طالبانو ته په كې درانه تلفات اوښتي دي، چې د ولسوال ملاسلام په خوله دولتي ځواكونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو تر اوسه يي په اړه دقيقه شمېره نه ده معلومه.
موسې کلا


د موسې كلا ولسوال وايي، تر اوسه پنځلس طالبان وژل شوي دي او مړي يي د دوی په لاس كې دي، چې د ولسوال په خبره ګڼې وسلې يي هم د مخالفينو نه د بريد پر مهال نيولي دي.

په موسي كلا ولسوالۍ كې د شاه كاريز د پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د تېرو څو ورځو راهیسې درنې جګړې روانې وې، چې په هره ورځ كې يې دواړو غاړو يوه او بل ته د مرګ او ژوبلې د اړولو ادعاوې كړې دي.

كه څه هم د موسي كلا ولسوال ملاسلام وويل، چې طالبانو ته يي درنه مرګ او ژوبله اړولې ده، خو د طالبانو د ډلې كوم وياند تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده كړې.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنیو ته ويلي دي، چې په كجكي په شاكاريز سيمه كې يي د افغان ځواكونو سره په نښتو كې ګڼ شمېر دولتي سرتېري وژلي دي.

قاري يوسف احمدي وايي، د تېرو پنځو ورځو راهیسي يي په شاه كاريز كې د پوليسو او ملي اردو اته تنه لوړ پوړي قوماندانان وژلي دي او څلور تنه يي ژوندي له ځان سره وړي دي، چې ولسوال د طالبانو د وياند دغه ادعا په كلكه رد كړې.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د موسي كلا ولسوال ملا عبدالسلام ازادۍ راډيو سره په يوه مركه كې ويلي وه، چې دولتي ځواكونه د ده د هغه پوستو سره د جنګ پر مهال مرسته نه كوي، چې په شاه كاريز كې يو شمېر امنيتي پوستې ساتي.

په هرحال خو دولتي مسئولين وايي، چې دوی په موسي كلا ولسوالۍ كې هره نښته په ګډه په شا تمبولې ده او د خپلو ځواكونو مرسته يي په عين واحد كې كړې ده.
XS
SM
MD
LG