د لاسرسي لېنکونه

شنبې د کب ۲۹مه


افغانستان ټایمز:د افغان ماشومانو د وضیعت په اړه ټینګار کړې چې باید ورته لا ډیرکار وشي

په کابل کې نننېو ورځپاڼو د نوي کال په اړه زیات مطالب لیکلي او زیاته کړې يې ده، چې په راتلونکې کې باید د هېواد لويې ستونزې هوارې شي او د جګړې فرهنګ باید د سولې په فرهنګ واوړل شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې د ( نوي كال، هيلې او ستونزې) تر سرليك لاندې د نننۍ ګڼې په سرمقالې كې د افغانستان سياسي وضعيت څيړلى.

په سرمقالې كې اداري فساد تر ټولو هغه لويه ستونزه بلل شوې، چې بايد د له منځه وړلو لپاره يې په نوي كال کې لا ډيرې هلې ځلې وشي.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې په افغانستان كې د كوكنارو د له منځه وړلو په كمپاين انتقاد كړى او ليكلي يې دي، چې د هلمند په مارجې كې د كوكنارو كروندې ولې له منځه نه وړل كيږي.

انیس:

انيس دولتي ورځپاڼې هم په نوي كال تبصره كړې او هيله يې ښودلې، چې په دې كال كې به د هېواد لويې ستونزې هوارې شي او د جګړې فرهنګ به د سولې په فرهنګ واوړي.

د انيس د سرمقالې په يوې برخه كې راغلي دي، لكه څرنګه چې د نوي كال په پيل كې بزګر ځمكه قلبه كوي او تخم په كې كري، همداسې دې افغانان له خپلو زړونو تعصب له منځه يو سي او د يووالي تخم دې په كې وكري.

د ورځپاڼې ډير نور مطالب هم د نوي كال د لومړۍ ورځې د لمانځنې مسايلو ته ځانګړي شوي دي.

ویسا:

ويسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې په كابل كې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په پخواني ځانګړي استازي كاى ايډه نیوکه كړى، چې له طالبانو سره د خبرو په اړه يې بې وخته اعتراف كړى.

كاى ايډه ويلي، چې په كابل كې يې د خپل ماموريت په دوران كې د طالبانو له استازېو سره يې څو ځلې خبرې كړې وې.

د سرمقالې په يوې برخه كې راغلي، په افغانستان كې عجيبه لوبه روانه ده، هر كله چې د كوم جګ پوړي بهرني چارواكي د كار دوره پاى ته ورسيږي، بيا رازونه افشا كوي.

ورځپاڼې په يوه تحليلي مطلب كې هغه ستونزې څيړلي چې امريكا ورسره په افغانستان كې لاس او ګرېوان ده.

باختر:

باختر ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې كې د نوي كال په اړه تبصره كړې او ليكلي يې دي، چې دا كال بايد له نوېو هيلو سره پيل شي.

په سرمقالې كې په هېواد كې په سلګونو تړل شوېو ښوونځيو ته اشاره كړې او ليكلي يې دي، چې د زده كوونكو په وړاندې د دغو ښوونځيو د پرانیستلو لپاره بايد پوره هلې ځلې وشي.

باختر همدا راز په يوه بل مطلب كې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د پخواني ځانګړي استازي كاى ايډه هغه خبره راخيستې چې ويلي ېي دي، د طالب مشرانو په نيولو سره پاكستان په افغانستان كې د سولې بهير زيانمن كړ.

هېواد:

د هيواد دولتي ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې كې ليكلي دي، چې په نوي كال كې د افغانانو په وړاندې ډير مسئوليتونه پراته دي، چې تر ټولو ستر يې په هېواد كې د روانې جګړې پاۍ ته رسول دي.

اصلاح:


اصلاح ورځپاڼې بيا په يوه مطلب كې د دې نوي كال د پېلېدو په مناسبت له خلكو غوښتي، چې د هېواد د لا ډير ې سمسورتيا لپاره نيالګي كښينوي.

افغانستان ټایمز:


د افغانستان ټايمز ورځپاڼې سرمقاله په افغانستان كې د ماشومانو د ژوند د وضعيت په اړه ده او په دې يې ټينګار كړى، چې په بېلابېلو برخو كې دې ماشومانو ته لا ډير كار وشي.
XS
SM
MD
LG