د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

امریکا: د حامد کرزي ورور "ولي کرزی" موږ ته ستونزې جوړوي


امریکا پر جمهور رییس کرزی فشار راوړی، چې په کندهار کې د خپل ورور فعالیتونه محدود کړي.
امریکا پر جمهور رییس کرزی فشار راوړی، چې په کندهار کې د خپل ورور فعالیتونه محدود کړي.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي، چې له کندهاره څخه د طالبانو د لیرې کولو پلان لري په دې نظر دي، چې د جمهور رییس حامد کرزي ورور احمد ولي کرزی د دوی د هدفونو مخې ته ستونزې جوړوې.

د رویټرز خبري آژانس رپوټ وایي، چې د کندهار د ولایتي شورا د مشر احمد ولي کرزي نوم له امریکایي استخباراتو سره د اړیکو او د نشه يي توکو د قاچاق په ارتباط اخیستل کیږي، خو دی خپله دغه ادعاوې ردوي او سي، ای، اې هم په دې هکله توضیحات نه وړاندې کوي.

د رویټرز خبري آژانس رپوټ وایي، چې د امریکا دفاع وزیر رابرټ ګېټس په تېرې دسمبر میاشتې کې د کانګرس یوې غونډې ته ویلي وو، چې امریکا د جمهوررییس حامد کرزي له ورور احمد ولي کرزي سره ستونزې لري.

خو اوس چې امریکایان غواړي د کندهار د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي د احمد ولي کرزي نفوذ او واک ته پاملرنه زیاته شوې ده.

رپوټ زیاتوي، چې د کندهار د کنټرول په مقصد روان زیارونه د جمهور رییس اوباما د ستراتیژۍ لپاره یوه ازموینه ده، چې غواړي له اته کاله جنګه وروسته د طالبانو مخه ونیسي.

د امریکا یو لوړرتبه پوځي چارواکي وویل، چې د جمهور رییس حامد کرزي ورور په کندهار کې د دوی د کارونو مخې ته یوه ستونزه ګڼل کیږي.

دغه راز د امریکا د دفاع وزارت یوه بل چارواکي ویلي دي، چې امریکا پر جمهور رییس کرزی فشار راوړی، چې په کندهار کې د خپل ورور فعالیتونه محدود کړي.

د امریکا د دفاع وزارت دغه چارواکي ټینګار کړی، چې دغه ډول جنجالونه هغه زیارونه، چې امریکا یې په کندهار کې د خلکو د اعتماد د جلبولو لپاره ترسره کوي ستونزمنوي.

دغه امریکایي چارواکي زیاته کړه، چې د کندهار له قومي مشرانو سره خبرې پیل شوي دي، ترڅو په دغه ولایت کې پراخو عملیاتو ته زمینه برابره شي او ګڼو ځمکنیو قواوو هم خپل عملیات پیل کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت دغه لوړ رتبه چارواکي وویل، چې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو قواوو د عمومي قوماندان جنرال سټنلي مک کرېسټل ستراتیژي خلکو سره په ګډو هلو ځلو ټینګار کوي او دغه هلې ځلې وخت غواړي.

د رویټرز د خبري آژانس رپوټ زیاتوي، چې د امریکا پوځي او ملکي چارواکي پر جمهور رییس حامد کرزی فشار رواړی، چې د اداري فساد ضد هلو ځلو ته زور ورکړي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال ډېوېډ پیټریوس ویلي، چې د اداری فساد د مخنیوي لپاره یوڅه کار شوی، یو شمېر خلک نیول شوي هم دي، خو لاډېرو هلو ځلو ته اړتیا ده.
XS
SM
MD
LG