د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

سرمنشي: اسراییل باید د مېشت ځایونو جوړول ودروي


د منځني ختیځ د سولې په بهیر کې ښکېلو څلورو اړخونو له اسراییلو غوښتنه کړې ده چې په فلسطیني قلمرو کې د یهودي مېشت ځایونو د جوړولو کار ودروي. نړیوال منځګړي هڅه کوي چې د فلسطینیانو او اسراییلو ترمینځ د سولې بهیر بیا راژوندی کړي.

د منځني ختیځ د سولې په نړیواله منځګړې ډله کې چې د کوارتت په نوم یادېږي، ملګري ملتونه، متحدایالات، روسیه او اروپايي ټولنه شامل دي. د دې ډلې استازو نن په مسکو کې له غونډې وروسته په دې اړه خبرې وکړې. د ملګروملتوسرمنشي بانکي مون وویل:

(کوارتت د اسراییلو له حکومته غواړي چې د یهودي مېشت ځایونو د جوړولو لپاره ټول فعالیتونه ودروي، هغه پوستې له مینځه یوسي چې د ۲۰۰۱ کال له مارچ میاشتې وروسته یې جوړې کړې دي او د فلسطینیانو له اېستلو او د هغو د کورونو له ورانولو دې ډډه وکړي.)

د ملګروملتونو سرمنشي همداراز وویل چې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمینځ د سولې خبرې باید تر راتلونکو ۲۴ میاشتو پورې یوه سوله ایزه نتیجه ورکړي. دواړو اړخونو د سولې د خبرواترو پیل ته د لارې پرانیستو لپاره لومړنۍ خبرې اترې نه دي پیل کړي.

په داسې حال کې چې په ختیځ بیت المقدس کې د نویو یهودي مېشت ځایونو داعلان له وجې د فلسطینیانو اواسراییلو ترمینځ کړکېچ زیات شوی دی. د امریکا د بهرنیوچارووزیرې هیليري کلېنټن ویلي چې له اسراییلو سره د امریکا اړیکي پراخ، پیاوړي او دایمي دي.
XS
SM
MD
LG