د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

د کابل دووېشت ناحیي به په زینتي نیالګیو سمسورې شي


د كابل ښاروالې په پام كې لري، چې سږكال د كښېنول شوېو نيالګيو د پالنې لپاره پراخ پروګرامونه لري او هم يي له ځوانانو څخه دا مرسته غوښتي، چې سږ كال به كښېنول شوېو نيالګيو ته په منظم ډول د اوبو سيسټم جوړ كړي ترڅو كيښنول شوي نيالګي تري وچ نه شي.

د كابل ښاروالۍ به د كابل ښار د دوه ويشتو ناحيو د سمسورتيا لپاره دوه لكه پنځوس زره زينتي نيالګي كښينوي.

د كابل ښاروالۍ مرستيال وهاب الدين سادات، چې د جمعې پر ورځ د احمد شابابا په مينه كې د ځوانانو په عمل كې د ټولنې له خوا د نيالګيو كښينولو په پروګرام كې ګډون كړی وو، ازادۍ راډيو ته په يوه ځانګړې مركه كې وویل، چې په کابل د كښېنول شوېو نيالګيو د پالنې لپاره د اوبو د منظم سيسټم په جوړولو او پياوړي كولو باندې كار كوي.

د ځوانانو په عمل كې ټولنې، چې د جمعې پر ورځ يي د احمد شا بابا په مينه كې د زينتي نيالګيو كښېنولو پرو ګرام پيل وايي، چې دوي له دوه كلونو راهيسي د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو كې هر كال دا پروګرام پر مخ وړي.

د دې ټولنې مشر سيد اكرام افضلي وايي، چې دوی تېر كال په كابل او ننګرهار ولايتونو كې په عامه المنفعه ځايونو لكه ښوونځي پارك او روغتونو كې لسګونه نيالګي ايښي دي او سږ كال به د نيالګيو كښنيولو پروګرام د پكتيا مركز ګرديز ته هم وغځول شي.

ښاغلي افضلي زیاته کړه، چې دوی د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د نيالګيو كيښنولو د پروګرام تر څنګ زرګونه نور پوسترونه هم چاپ كړي تر څو ځوانان وهڅوي، چې په خپلو سيمو كې نيالګي كښينوي او ساتنه يي وكړي.

افغان چارواكي وايي، چې د سږكال لپاره د نيالګيو كيښنولو پروګرام په ګرمو سيمو كې د د لوې مياشتې له پنځلسم څخه پيل شوی او په سړو سيمو كې بيا دا پروګرام د كب مياشتې له پنځلسمې نېټې څخه پيل شوی دی.

د كرنې وزارت چارواكي وايي، چې سږ كال په افغانستان كې پنځه ويشت ميليونه نيالګي توليد شوي دي.

يو شمېر كابل ښاريان وايي، چې هركال په افغانستان كې بېلا بېل زينتي نيالګي كښېنول كيږي، خو ډير شمېر دا كښېنول شوي نيالګي د اوبو د نشتوالي په سبب وچيږي.

خو چارواكي بیا زیاتوي، چې د نيالګيو ساتل يواځې د دولتي ادارو دنده نه ده، دوی له خلكو څخه هم غواړي، چې د كښېنول شوېو نيالګيو دې پالنه او ساتنه وكړي.

د كرنې په برخه كې كار پوهان وايي، چې په هېواد كې د نيالګيو كښېنول كه څه هم، چې د سمسورتيا لامل كيږي خو تر ټولو مهمه داده، چې ونې د چاپيريال د ككړوالي مخنيوی كوي.
XS
SM
MD
LG