د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۱ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۰۹

په هلمند، کندهار او کندوز کې پوځي عمليات


د هلمند په مارجې کې پوځي عمليات لا هم روان دي او نړيوال ځواکونه غواړي په کندهار کې پوځي عملياتو ته تيارى ونيسي، چې امريکايي قوماندانان وايي دغه عمليات تقريباً پيل شوي او په پام کې ده د افغانستان په شمال، کندوز کې هم پوځي عمليات پيل شي.

په دې وروستيو کې د مارجې ولسوالۍ قومي مشرانو شکايت وکړ، چې امريکايي پوځيانو د دې سيمې يو بې ګناه څوارلس کلن ځوان په ډزو وژلى.

خو د امريکا پليو سمندري ځواکونو بخښنه وغوښته. دې وژنې ته يې تراژيدي وويله او زياته يې کړه، د وژل شوي ځوان له کورنۍ سره به مالي مرسته کوي.

اسوشېټېډ پرېس اژانس ليکي، د دې لپاره چې خلک له وسلوالو طالبانو ليرې کړاى شي، کله- کله دغه ډول کارونه د دغو ځواکونو افتخارات زيانمنوي.

له هغې راهيسې چې امريکايي، ناټو او افغان ځواکونو په مارجې کې پوځي عمليات پيل کړل، چې له سيمې وسلوال طالبان شاتګ ته اړ کړي، دوى زياتې سيمې نيولي، دلته خلکو له کلونو راهيسې د طالبانو په کنټرول کې ژوند کاوه او ويل کېږي اوس هم زيات طالبان په سيمه کې پټ دي.

اژانس ليکي، د خلکو راخپلول، په خاص ډول د پخوانيو طالبانو د غړو خپلول ډېر مهم دي، چې په سيمه کې سخت دريځي ختمولاى شي او په دې توګه دغه ستراتيژي ښايي يوه نمونه وي، نو کله چې په کندهار کې پوځي عمليات پيلېږي، له همدې تګ لارې به استفاده وشي.

د
XS
SM
MD
LG