د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ښځو وضیعت د اندېښنې وړبللی


د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ میلیبنډ
د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ میلیبنډ

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ میلیبنډ د۲۰۰۹ کال په اړه دخپل هیواد د بشري فعالیتونو کلنی راپور خپور کړ. په دې راپور کې دافغانستان د ښځو حالت له مشکلاتو ډک بلل شوی. په لندن کې د ازادۍ راډیو خبریال حنان حبیبزی په دې اړه د بهرنیو چارو د وزارت غونډې ته ورغلی و او راپور راکوي:

راپوردافغانستان په حکومت کې اداري فساد د اندیښنې وړ بولي خو دافغان حکومت له خوا د فساد په ضد یو شمیر هڅې یې ستایلي دي.

راپور د ملکي خلکو مرګ ژوبله دخپګان وړ بللې ده خو د ملکي خلکو د ژغورنې لپاره یې د جنرال مک کریسټال تګلارې ستایلي دي . د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر دپنجشنبې په ماښام دراپور د خپرولو پر وخت په لندن کې یوې غونډې ته وینا وکړه چې د بشري حقونو په لسګونو فعالینو او خبریالانو پکې ګډون درلود.

ده وویل هیواد یې باید د مدني حقونو لپاره د کیدونکو هڅو ملاتړ وکړي. دبشري حقونو په اړه د برتانیا راپور په ۱۷۳ مخونو کې خپور شوی چې په نړیواله سطحه یې تر بل هر ځای ډیر په ایران کې د بشري حقونو وضعیت څېړلی دی.

د بشري حقونو کلني راپور دافغانستان حالات د اندیښنې وړ بللي دي خوورسره یې هیله هم ښودلې چې نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول برتانیا له افغانستان سره کار کوي چې بشري حالت پکې ښه شي.

دمرګ سزا ،سیمه ییز حکومت،بندي خانې ، قانون، د بشري حقونو بنسټونه د بیان ازادي او د ملکي خلکو مرګ ژوبله دافغانستان په اړه ددې راپور سر لیکونه دي.

راپور وايی ډيرې ښځې په افغانستان کې له خورا بد حالت سره مخامخ دي. په افغانستان کې د برتانیا سفارت له افغان حکومت سره کار کوي چې په ټولنه کې د ښځو او نارینه وو ترمنځ د حقونو د انډول په برابرۍ کې مرسته وکړي.

په راپور کې هغو پرمختګونو ته اشاره شوې چې په ۲۰۰۹ کال کې افغان میرمنو لرلي دي. دغه راپور وايي په ښونځیو کې د شپږ اشاریه شپږ میلیونه زده کونکو تر منځ ۳۶ فیصده نجونې دي.

د شیعه کورنیو لپاره د یوې لانجمن لایحې د ځینې مادو په اړه د برتانیا کلني راپور اندیښنه ښودلې. دغه مادې د کور د میرمنې خپلواکي له منځه وړي .
بله مهمه مساله د اداري فساد ده. راپور لیکي چې د اداري فساد له کبله د افغانستان د حکومت د پراخولو چارې له خنډ سره مخامخ شوي دي. دبرتانیا د بشري حقونو راپور وايی فساد پربیوزلو خلکو بد اغیز شیندي او ولسي خدماتو ته د خلکو د لاس رسي مخنیوی کوي.

د بشري حقونو دغه راپور د افغان حکومت هڅې ستایلي دي چې د فساد په ضد د یو لړ اقداماتو د ترسره کولو ژمنه ورکوي .

دې راپور دناټو په بمباریو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله د خپګان وړ بللې اوویلي یې دي چې د مخنیوي لپاره یې په افغانستان کې امریکايی قومندان جنرال کریسټل تګلاره ډیره د پام وړ ده.

د قانون د حاکمیت په اړه د برتانیا کلنی راپور وايي ټولې هڅې روانې دي چې دپولیسو په شمیر کې ډیروالی راشي چې د قانون د عملي کولو جوګه شي.

په دې راپور کې د بیان ازادي له مشکلاتو ډکه بلل شوې او دخبریالانو په ضد له یو شمیر ناقانونه اقداماتو څخه یادونه شوې ده. دبرتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ ملیبنډ دغه راپور داسې تعریف کړ:
(( بشري حقونه او ډیموکراسي د ښه کار مهم راتلونکی دی .په عملي توګه او همد راز په پرله پسې ډول. دا شیان په راپور کې شته دي. دا دواړه ځینې وخت د حکومتونو تر منځ مات شوي د ی او ځینې وخت له حکومتونو څخه بهر لکه ایران ،برما او سوډان. ))

په زړه پورې داده چې په دې راپور کې دتیرو دیرشو کلونو جنګي جنایتونو ته اشاره نه ده شوې چې په افغانستان کې ترسره شوي دي. ،هغه څه چې دا مهال په کابل کې د افغان حکومت او بشري حقونو د ډلو ترمنځ پر یوې جنجالي مسالې اوښتې دي.
XS
SM
MD
LG