د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

د افغانستان د پوځ له ملي اکاډمۍ څخه په سلګونو ځوانان فارغ شول


جمهوررييس حامد كرزي ځوان افسرانوته د ده په وينا كې وويلچې د هېواد او هېوادوالو سترګو تاسې ته غړيږي او هیله ده خلكو دغې غوښتنې ته په پوره صداقت او ايماندارۍ سره مثبت ځواب وركړى
جمهوررييس حامد كرزي ځوان افسرانوته د ده په وينا كې وويلچې د هېواد او هېوادوالو سترګو تاسې ته غړيږي او هیله ده خلكو دغې غوښتنې ته په پوره صداقت او ايماندارۍ سره مثبت ځواب وركړى

د افغانستان جمهور رييس حامد كرزي، د يوې غونډى په ترڅ كې د پنجشنبى په ورځ پر دغو فارغانو د هغوى برى ليكونه وويشل.په غونډه كې، د دفاع وزارت چارواكو سربيره د ناټو ځواكونو څو تنو استازيو هم ګډون كړى و.

د افغانستان جمهور رييس حامد كرزي، د افغانستان د پوځي ملي اكاډمي څخه د نويو افسرانو د فارغېدو په غونډ ه كې وويل، دى هيله مند دی چې په لږه موده كې افغان اردو ددې جوګه شي، چې د بهرنيانو له مرستې پرته د هېواد امنيت او حاكميت وساتي.

د افغانستان د پوځي ملي اكاډمۍ له دوهمې ورځې څخه د پنجشنبې په ورځ ۲۱۲ تنه ځوان افسران فارغ شول.

جمهوررييس حامد كرزي ځوان افسرانو ته په وينا كې وويل، چې د هېواد او هېوادوالو سترګو تاسې ته غړيږي اوهيله ده، چې د هيواد او خلكو دغې غوښتنې ته په پوره صداقت او ايماندارۍ سره مثبت ځواب وركړﺉ:
یو شمیر ښځینه افغان پوځیانې هم په دې اړه جوړې شوې غونډې کې لیدل کېدي.


"تاسې د راتلونكو افسران روزونكي ياست، ستاسې ګرنډيتوب په دې كې دى، چې دومره پوه او مسلكي شئ څو نوروته پيشنهاد وكړو چې موږ د دې توان لرو، چې نور وروزو."

كرزي دا هم وويل، د ملي اردو منسوبين بايد له هرډول ژبني، قومي، سياسي او سيمه ایيزو تعصبونو پرته، د خلكو خدمت وكړي.


په دې اكاډمۍ كې محصلينو ته په څلورو كلونو كې د كورنيو او بهرنيو پوځي متخصصينو له خوا، ملكي او پوځي مضامين تدريس كيږي.

په غونډه كې، په افغانستان كې د امريكا په مشرۍ د ناټو د ځواكونو په استازيتوب جنرال ويليم كالډ ويلډ هم خبرې وكړې او ويې ويل، چې د خاورې او خلكو په وړاندې ستاسي مسووليت تربل هرچا زيات او دروند دى او په كار ده، چې دغه مسووليت په ميړانه ومنئ:

"تاسې نن د خپل هېواد د اساسي قانون ساتونكي ياست، تاسې د خپلو تېرو ميړنو او اوسنيو ميړنو ترمنځ د پله حيثيت لرئ، تاسى هم بايد د خپل هېواد لپاره وجنګيږئ"

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، دوى پرېكړه كړې ده، چې د هيواد ملي اردو ليكې پر پوهو او مسلكي پرسونل ډكې او په لږه موده كې، د هيواد پوځي چارې د بهرنيو له مرستو پرته سنبالې کړي.

بهرني ځواكونه هم وايي، دوى هڅه كوي چې افغان اردو ژرترژره وروزي څو په خپلو پښو ودريږي او په يوازې ځان له سولې دفاع وكړي.

راپور: خان محمد سيند
XS
SM
MD
LG