د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

بشري: د نوروز د لمانځلو لپاره هېواد کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي


زمری بشري وايی، ځوانان دې د داسې اعمالو د ترسره کولو څخه ډډه وکړي، چې حساسیتونه راپاروي.
زمری بشري وايی، ځوانان دې د داسې اعمالو د ترسره کولو څخه ډډه وکړي، چې حساسیتونه راپاروي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د نوي كال د لومړۍ ورځې يا نوروز د لمانځنې لپاره په كابل، بلخ او پو شمېر نورو ولايتونو كې جدي امنيتي تدابير په پام كې لري. په افغانستان کې د کال لومړۍ ورځ راتلونکې یکشنبې ده چې په مناسپت یې بېلابېلو ولایتونو کې میلې جوړېږي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې افغان امنيتي ارګانونه د نوي كال په ورځ په پلازمينه كابل او ولايتونو كې ځانګړي امنيتي تدابير په پام كې لري.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري، د پنجشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وويل، چې كابو ۱۳ زره پوليسو ته د كابل ولايت د امنيت ساتلو دنده وركړل شوې ده.

"د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، د نوي کال دپیل ورځې لپاره، چې نوروز دی ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي، یو منظم او مشترک امنیتي پلان جوړ شوی دی، چې په دې پلان کې د افغانستان ملي پولیس، ملي اردو، ملي امنیت او د ایساف ځواکونه شامل دي.

په کابل ښار کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نوروز د ورځې د امنیت لپاره کابو ۱۳ زره پولیس موظف کړي دي."

د ښاغلي بشري په وينا ورته امنيتي تدابير د افغانستان په نورو ولايتونو او ښارونو په ځانګړي ډول مزار شريف ښار كې هم ونيول شي.

ټا كل شوې چې په پلازمينه كابل او ولايتونو كې د نوي كال لومړۍ ورځ يا نوروز د ځانګړو دوديزو او كلتوري مراسمو په تر سره كولو سره ولمانځل شي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري له خلكو وغوښتل، چې د دا شان پروګرامونو د ښه تنظيم په هدف د نوي كال په ورځ د امنيت په برخه كې د دوى لاس نيوى وكړي:

"له خپلو وطنوالو دا توقعات لرو، چې د مشکوکو افرادو، مشکوک اشیاو په اړه امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړي، چې وکړای شو مشترکاً دا ورځ په یوه ډاډمنه او امنه فضا کې تېره کړو.

بله مهمه خبره دا ده، چې ټولې کورنۍ دې خپلو ځوانو ته توصیه وکړي، چې له هغو اعمالو نه چې د حساسیت لامل کیږي او زموږ د فامیلونو د رنجش سبب ګرځي، یا دوی ته فرهنګی او سنتي ستونزې ایجادوي له دغسې اعمالو نه جدا ځان وساتي ، څو وکړی شو، دا ورځ په آرامۍ تېره کړو."

د نوي كال يا د ۱۳۸۹ هجري لمريز كال لومړۍ ورځ د راتلونكې يكشنبې له ورځې سره سمون خوري، خو د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې په پلازمينه كابل كې به امنيتي تدابير د جمعې له ورځې څخه پيل شي.

د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزير ډاكټر سيد مخدوم رهين هم ازادي راډيو ته ويلي، چې د نوروز په شپه او ورځ دغه وزارت ځانګړي هنري او تفريحي پرورګرامونو په پام كې لري، نوموړي له امنيتي ارګانونو څخه غوښتي، چې د امنيت د تينګښت برخې ته جدي پام واړوي.
XS
SM
MD
LG