د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۳۷

پنجشنبې د کب ۲۷ مه


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان روان حالت او په ځانګړي توګه د ولسمشر حامد کرزي نیمګړې کابینه ته ځانګړې کړي او دې ټکي ته یې هم اشاره کړې، چې په دې ورځو کې د ولسي جرګې ځینو غړیو له ولسمشر سره لیدل کتل هم کړي. په کابل کې زموږ همکار زبیر ژمن د نننیو ګڼو لنډیز په لاندني مطالبو کې رانغاړلي دي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپانې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې كې د حكومت په كابينې تبصره كړې ده او ليكلي يې دي، چې د جمهور رييس حامد كرزي له بيا ټاكل كېدو څخه وروسته په څلورو مياشتو كې تراوسه پورې دا كابينه نه ده بشپړه شوې.

د سرمقالې د ليكوال په باور دا مساله د حكومت او ولسي جرګې د اړيكو بحران په ګوته كوي.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې د لوړو زده كړو په وزارت انتقاد كړى، چې په بېلابېلو واسطو يې د تحصيلي بورسونو له لارې يو شمېر هغه ځوانان هند ته د زړه كړې لپاره ليږلي، چې وړتيا نه لري او له همدې امله يې ځينې له درسونو تښتيدلي.

انیس:

انيس دولتي ورځپاڼې په افغانستان كې ترهګرۍ پر ضد روانه مبارزه څيړلې او په خپلې سرمقالې كې يې ليكلي دي، چې راتونكى كال بايد په دې برخه كې په لا ډير قوت سره كار وشي.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو له خوا د خوشه يي بمونو استعمال ته اشاره كړې ده او ليكلي يې دي، چې د دغو بمونو اكثره قربانيان ملكي خلك دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپانې هم په خپلې سرمقالې كې په اوسنۍ نيمګړې كابينې تبصره كړې او له جمهور رييس سره يې د يو شمېر وكيلانو وروستۍ كتنې ته په اشارې سره ليكلي دي، چې ايا ولسي جرګه د حكومت د لوبو اله ده.

په سرمقالې كې راغلي، جمهور رييس له وكيلانو غوښتي، چې د بيا معرفي كېدو په صورت كې يو شمېر رد شويو وزيرانو ته دا ځل د باور رايه وركړي.

ملي ارمان په يوه بل مطلب كې په روان لمريز كال كې، چې په پاى ته رسېدو دى، بدلونونو او ستونزې څيړلي او ليكلي يې دي، چې يو خونړۍ كال تير شو.

په مطلب كې همداراز په دې كال كې د ځينو لاسته راوړنو يادونه هم شوې ده.

ویسا:

د ويسا ورځپاڼې د نننۍ ګڼې سرمقاله په افغانستان كې له وسلوالو مخالفينو سره د روغې جوړې د روانو هلو ځلو په اړه ده. په سرمقالې كې له وسلوالو طالبانو سره د ملګرو ملتونو له خوا د غير رسمي خبرو اترو د ملاتړ هركلى شوى او په دې برخه كې د عملي ګامونو د پورته كېدو غوښتنه شوې.

ورځپاڼې همداراز په يوه مطلب كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د عمومي قومندان ډېوېډ پټيريوس له قوله ليكلي، چې يو سخت كال په مخ كې لري.

ويسا همداراز د مك كرېسټل له قوله ليكلي، چې له افغانستان څخه د امريكايي عسكرو د وتلو اعلان افغان چارواكي د خپلو امنيتي ځواكونو د جوړولو او پياوړي كولو په مسالې كې وارخطا كړي دي.

هېواد او اصلاح:

هيواد او اصلاح ورځپاڼو هم په خپلو نننيو ګڼو كې بيلابيل تحليلي مطالب خپاره كړي دي.

هېواد ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې په افغانستان كې د مخدره مواد د توليد او بهر ته د قاچاق د مسالې په اړه ليكلي دي، چې په دې اړه بايد ټوله پړه پر افغان دولت وا نه چول شي.

خو اصلاح ورځپاڼې په يوه مطلب كې بيا په افغانستان كې د سولې د هلو ځلو په اړه ليكلي دي، چې په دې برخه كې بايد ټول خنډونه له منځه ولاړ شي.

افغانستان ټايمز انګليس ژبې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې د سالنګ پر لويه لار وروستيو خونړيو پيښو ته په اشارې سره ټينګار كړى، چې دولتي چارواكي بايد د دغو پېښو د مخنيوي لپاره د سالنګ پر لويه لار ځانګړي تدابير ونيسي.
XS
SM
MD
LG