د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

چهارشنبې د کب ۲۶مه


افغانستان ټایمزپه افغانستان كې د اداري فساد ستونزه څيړلې ده
افغانستان ټایمزپه افغانستان كې د اداري فساد ستونزه څيړلې ده
ویسا:

ويسا ورځپانې په افغانستان كې روانو جګړو او د هغو زيانونو ته په اشارې سره د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې كې ليكلي دي، چې د افغانستان ولس نور له جګړې ستومانه شوى دى او سوله غواړي.

ورځپاڼې په افغانستان كې د سولې روانې هلې ځلې هم څيړلي دي او د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې يې ليكلي دي، چې ملابرادر له افغان دولت سره د خبرو اترو قرباني شو.

ورځپانې په يوه بل ځاى كې د افغان ماشومانو وضعيت هم څيړلې او ليكلي يې دي، په افغانستان كې شاقه كارونو سربېره پردې چې ډير ماشومان يې ښوونځيو ته له تګ نه را ګرځولي د هغوى د جسمي او رواني زيانونو سبب هم شوی.

انیس:

انيس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې د ملګرو ملتونو له خوا له طالبانو سره د غير رسمي خبرو اترو د ملاتړ د اعلان هركلۍ كړى.

د سرمقالې د ليكوال په باور لكه څرنګه، چې ملګرو ملتونو په بېلابېلو برخو كې له افغانستان سره همكاري كړې ده، په دې مهمې مسئلې كې هم مهم رول لوبولى شي.

په سرمقالې كې له وسلوالو مخالفينو سره د تماس نيولو او هغوي روغې جوړې ته د هڅولو لپاره په عملي اقداماتو ټينګار شوى دى.

ملي ارمان:


ملي ارمان ورځپاڼې په افغانستان كې د پاكستان پاليسۍ څيړلي.

ليكوال په افغان دولت نیوکه كړى او ليكلي يې دي، سره له پاكستان چې پاكستان په افغانستان كې خپلو دوه مخو پاليسيو ته دوام وركوي، خو افغان دولت يې بيا هم يو دوست او ورور هېواد يادوي.

ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې د افغانستان د شمالي ولايتونو امنيتي وضعيت څيړلى دى او ليكلي يې دي، چې په دغو ولايتونو كې د كندز امنيت ورځ تر بلې خرابيږي.

سرنوشت:


سرنوشت ورځپاڼې په يوه مطلب كې په افغانستان كې د روغې جوړې روانو هلو ځلو ته په اشارې سره ليكلي دي، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هم له طالبانو سره د غير رسمي خبرو ملاتړ اعلان كړ.

ورځپانې د لويديځو ديپلوماتانو له قوله ليكلي دي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي كاى ايډه څو څو ځلې د طالبانو له ځينو مشرانو سره كتلي دي.

د سرنوشت سرمقاله چين د ولسمشر حامد كرزي د راتلونكي اونۍ د سفر په اړه ده او ليكلي يې دي، چې افغانستان، پاكستان او چين په سيمه كې د همكارېو نوې باب پرانیستلاى شي.

افغانستان ټایمز:

افغانستان ټايمز انګليسي ژبې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې په افغانستان كې د اداري فساد ستونزه څيړلې ده او تينګار كړى دى، چې انجيو ګانې يا غيردولتي ادارې دې افغان دولت ته حساب وركړي.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې په كندهار كې احتمالي پوځي عملياتو ته په اشارې سره ليكلي دي، چې د دغو عملياتو له پېلېدو مخكې بايد د سيمې له خلكو سره د بشري مرستو لړۍ چټكه شي.

هېواد او اصلاح:

هيواد او اصلاح دولتي ورځپاڼو هم په بېلابېل تحليلي مطالب خپاره كړي دي.

هېواد په خپلې سرمقالې كې بيا هم په دې ټينګار كړى، چې افغانستان بايد د نورو هېوادونو د سيالۍ ډګر ونه ګرځي بلكې د دغه جګړه ځپلي هېواد بيارغاونې ته دې مټې راونغاړل شي.

خو اصلاح ورځپاڼې په يوه مطلب كې په افغانستان د مخدره موادو او اداري فساد ستونزو ته په اشارې سره ليكلي دي چې د دغو ناوړه پدېدو پر ضد مبارزه كې د خلكو مرسته هم مهمه ده.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې په يوه مطلب كې د ملګرو ملتونو په وروستي اعلان چې ويلي يې دي، له وسلوالو طالبانو سره د غير رسمي خبرو ملاتړ كوي، نیوکه كړى دى.

د مقالې ليكوال ليكلي، غير رسمي ملاتړ په څه معنى او پوښتلي يې دي، چې ايا د دغو غير رسمي خبرو اترو نتايج به هم بيا غير رسمي واوسي.
XS
SM
MD
LG