د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۴۰

چهارشنبې د مارچ ۱۷مه


واشنګټن پوسټ:افغانې ښځې اوس د چادري او بورکو له قیوداتو خلاصې شوي دي
واشنګټن پوسټ:افغانې ښځې اوس د چادري او بورکو له قیوداتو خلاصې شوي دي

کریسچېن ساینس مونېټوراو واشنګټن پوسټ نړېوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د طالبانو بر اوسنیو او پخوانیو کړنو مطالب خپاره کړې دي .

کریسچېن ساینس مونېټور:

کریسچېن ساینس مونېټور ورځپاڼې په خپلې روستۍ ګڼې کې دا پوښتنه مطرح کوي، چې ایا ځیني طالبان د خپل مشر له اوامرو سرغړوي؟

ورځپاڼه د طالبانو هغې اعلامیي ته اشاره کوي، چې څو ورځې مخکې خپره شوه او په کې راغلي وو، چې هر بندي، چې د طالبانو ګوتو ته ورشي که هغه بهرنی وي یا داخلي باید ونه وژل شي.

او د پیسو په مقابل کې تبادله هم نه شي.بلکه یواځې کېدای شي د طالب بندیانو په مقابل کې تبادله شي.

خو ورځپاڼه لیکي، چې د نبي الله په نامه د افغانستان د پولیسو یو افسر او د جنید هجران په نامه د امریکایي ځواکونو یو ترجمان، چې لس اونۍ له طالبانو سره بندیان وو، د دوی له خوا په زابل کې ووژل شول.

ورځپاڼه لیکي، چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر په اعلامیه کې راغلي وو، چې بندي باید د طالبانو سیمه ایز قوماندان ته وسپارل شي.

او یواځنی کس، چې د مرګ حکم کولای شي په خپله ملاعمر دی، خو کریسچین ساینس مونیټور ورځپاڼه لیکي، چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو داسې ډلې شته، چې دغه اوامر نه مني او خپل سري احکام جاري کوي.

ورځپاڼې څو مثالونه راوړي او وروسته لیکي، چې داسې ښکاري چې په عادي طالبانو کې د ملاعمر اطاعت نه لیدل کیږي او دوی په خپل سر چلیږي.

واشنګټن پوسټ:


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په خپلې وروستۍ ګڼې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو اته کاله وروسته په افغانستان کې د ښځو د ستونزو په هکله یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه د دغه مطلب په یوې برخې کې وایي:

سره له دې، چې افغانې ښځې اوس د چادري او بورکو له قیوداتو خلاصې شوي دي خو ځیني اوس هم وایي، چې په هېواد کې د ډموکراسۍ لور ته د زیارونو تر څنګ بیا هم د دوی اواز نه اورېدل کیږي.

ورځپاڼه لیکي، هغو قیوداتو او زور زیاتی، چې طالبانو له ښځو سره کاوه نړېواله ټولنه سره متفقه کړه چی د ښځو د ژغورنې لار ولټوي.

خو اوس افغانې ښځې ځکه بیا اندېښمنې دي، چې صحنې ته د طالبانو د بیا راتګ خبرې کیږي.

د دوی ځانګړې اندېښنه داده، چې نارینه مشران چې د بندو دروازو ترشاه یي له طالبانو سره د خبرو لار نیولای کېدای شي د ښځو برخلیک هیر کړی او یوځل بیا په ټولنې کې د ښځو ونډه محدوده شي.

ورځپاڼه زیاتوي، د طالبانو مشر ملامحمدعمر د دې لپاره، چې د طالبانو یو بېل تصویر وړاندې کړي په تېر نومبر میاشت کې یې په یوې اعلامیې کې وویل، چې طالبان د ښځو د حقوقو مخالف نه دي او څوک له تعلیمه هم نه منع کوي.

ورځپاڼه لیکي، چې د طالبانو په دوران کې د دوی مقرراتو له یو سیمي تر بلې پورې توپير درلوده او اوس هم څوک د دې ضمانت نه شي کولای، چې که چېرې طالبان په واک کې شریک کړای شي نو دوی خپل پخواني افکار پریږدي.

ورځپاڼه لیکي، چې له دی امله باید له طالبانو سره د سولې په هر زیار کې باید د ښځو برخه لیک هیرنه شي او ښځې، چې د نفوسو نیمایي برخه جوړوي باید د طالبانو سره د سولې د پروګرامونو قرباني نه شي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې په ټولنې کې د ښځو حقوق باید له طالبانو سره د هر ډول خبرو یوه اساسي موضوع وي.
XS
SM
MD
LG