د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

د یهودانو د نویو میشت ځایونو پر سر د اسراییل او امریکا اړیکي خړپړ شوي


فلسطینیانو نن سې شنبې ( د مارچ شپاړسمه) په ختیځ بیت المقدس کې له پولیسو سره شخړه وکړه، مخالفت په دې سیمه کې د یهودانو د نویو میشت ځایونو پر سر پیدا شوی چې د امریکا حکومت هم ورسره سخت مخالفت ښوولی


په لسګونو فلسطینیانو په بیت المقدس کې له پولیسو سره اخ وډب وکړ، سیمې ته وروسته تر دې اسراییل نژدې درې زره پولیس واستول چې حماس وسله والې ډلې خبرداری ورکړ چې د اسراییل د دې پریکړې پرضد به چې د یهودانو نوي میشت ځایونه په بیت المقدس کې جوړوي، ځواب ووایي.

په ختیځ بیت المقدس کې چې فلسطینیان ادعاء لري چې په راتلونکې کې به د دوی د دولت مرکز وي، اسراییل تیره اونۍ د یو زر شپږ سوه کورونو د ودانولو پریکړه وکړه، له دې پریکړې سره د سیمې لپاره د امریکا ځانګړي اسازي جورج میچل خپل سفر ځنډنی کړ، تر دې اعلان مخکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فلیپ کرولي هم اندیښنه څرګنده کړې وه او د زغم غوښتنه یې کړې وه:
((موږ له ټولو ډلو غواړو چې مسوولانه چلند وکړي، هغه څه وکړي چې اړتیا یې وي، موږ د دې پریکړې په وړاندې د یو شمیر فلسطیني چارواکو عکس العمل جدي اندیښمن کړې یو چې له دې سره په سیمه کې بحران په اوج کې پاتیږي، موږ له فلسطیني چارواکو غوښتې دي چې دا تحریک پای ته ورسوي))

تیره اونۍ چې اسراییل په ختیځ بیت المقدس کې د نویو کورونو د جوړیدو اعلان وکړ، هغه وخت د امریکا مرستیال ولسمشر له سیمې لیدنه کوله او هڅه یې کوله چې د روغې جوړې خبرې بیا د اسراییل او فلسطینیانو تر منځ پیل شي، خو کله چې اسراییل اعلان وکړ چې په ختیځ بیت المقدس کې به د یهودانو لپاره یو زر شپږ سوه میشت ځایونه جوړوي نو د امریکا حکومت دا پریکړه وغندله او له اسراییله یې وغوښتل چې له خپلې خبرې په شا شي.
د دوشنبې په ورځ په امریکا کې د اسراییل د سفیر میخاییل اورن په وینا رسنیو وویل چې په تیرو پنځه دیرش کلونو کې تر بل هر وخت د امریکا او اسراییل اړیکي سړې شوې دي او علت یې هم همدغه کورونه دي.

د اسراییل صدراعظم له امریکا بښنه وغوښته چې د نویو میشت ځایونو د جوړیدو اعلان د امریکا د مرستیال ولسشمر د سفر پر مهال شوی دی خو بنیامین نتنیاهو وویل چې له دې پریکړې موږ نه شو ګرځیدی.

ختیځ بیت المقدس له عربو سره د نولس سوه اووه شپیتم میلادي کال په جګړې کې اسراییلیانو له اردنیانو ونیو خو تر اوسه دغه سیمه نړیوالې ټولنې د اسراییل د خاورې په توګه په رسمیت نه ده پیژندلې.
XS
SM
MD
LG