د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۲۸

سې شنبې د مارچ ۱۶مه


ګارډین پوښتنه کړې، چې د پاکستان اوسني حالاتو کوم لوری خپل کړی دی؟
ګارډین پوښتنه کړې، چې د پاکستان اوسني حالاتو کوم لوری خپل کړی دی؟

نړېوالو ورځپاڼوهر یو کرسچین ساینس مانیټر او ګارډین په خپلوتازه ګڼو کې د افغانستان او پاکستان پر حالاتو مقالې خپرې کړې دي . نور یاس نوري ورته کتنه کړې ده .

کرسچین ساینس مانیټر:
دې ورځپاڼې د کندهار د شنبې د ورځې برید ته په اشارې لیکلي، چې د دې بریدونو په څه باندې ۸۵ وژل شوېو او ټپیانو کې زیاتره ملکي خلک لکه ماشومان او ښځې وې، چې یو شمېر یې د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته نژدې د واده په یوه محفل کې راټول شوي ول.

د طالبانو یوه ویاند د دغو بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست.

کرسچین ساینس مانیټر د دې برید د جزییاتو له بیانولو وروسته لیکلي ،چې د افغانستان ولسمشرحامد کرزي اټکل کړی، چې کندهار ته د زرګونو تازه دمو امریکايي سرتېرو له رسېدو سره به طالبان په خپلو جنګي تکتیکونو کې بدلون راولي او د دولت وسله وال مخالفان به هڅه وکړي، چې په کندهار کې پر دولتي ادارو بریدونه زیات کړي .

ولسمشر کرزي دې ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبان په کندهار کې په دې ډول لوېو حملو سره هڅه کوي چې وښيي دوی د ښار په شاوخوا کې شته او په دې کې شک نشته چې کندهار ته یې توجه زیاته کړې ده .

کرسچین ساینس مانیټر ورځپاڼه لیکي:

د کندهار امنیتي حالات په وروستېو څو کلونو کې د جګړه مارو ډلو، مجرمانو او د قدرت غوښتونکو د سیالیو په نتیجه کې ترینګلي شوي دي.

ګارډین:

دې ورځپاڼې چې په لندن کې چاپېږي، د پاکستان په باب په یوه لیکنه کې دا پوښتنه کړې، چې د دې هېواد حالاتو کوم لوری خپل کړی دی؟

نړېوالې رسنۍ پاکستان د نړۍ یو ترټولو خطرناک ځای بولي، چې د افراطیت اوفرقه پالنې له یرغل سره لاس اوګرېوان دی.

خو شتمن پاکستانیان وايي، چې د دوی د هېواد حالات داسې نه دی.

د ګارډین له لیکنې سره سم دوی وايي، چې پاکستانیان داسې خلک دي چې ترټولو وروستی مود خوښوي، ترټولو عصري او تازه موسیقي اوري او تصوفي شعرونه لولي.

خو ګارډین ورځپاڼه وايي، چې په پاکستان کې دواړه خبرې شته او پرهغو سربېره منځنی حالت هم لري .

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم پاکستان ډېرعمر د پوځیانو تردیکتاتورۍ یا زورواکۍ لاندې تېر کړی او په عین حال کې دومره ازادي لرلې چې د مشرانو له طنزه ډک کاریکاتورونه هم خپاره کړي.

ګارډین لیکي، چې افراطیت یوازې د سرحد ایالت په طالبانو پورې نه محدودېږي بلکې د پاکستان د ټولنې نورو پرګنو او ډلو ترمنځ هم د یو بل وینې بهول شوي دي .

ګارډین د دې مقالې په دوام کې کښلي، چې د پاکستان راتلونکې فیصلې یا تصمیم ته اړتیا نه لري بلکې پاکستان مرستې ته اړتیا لري چې پر یوه سوله ایزه ، بریالي او باثباته دولت بدل شي او څوک چې مرستې ته تیار وي د پاکستان د ټولنې په متنوع او پراخو پرګنو کې به خپل متحدان ومومي .

دوی به داسې کسان ومومي چې له زړه غواړي ثابته کړي چې نړېوال مطبوعات د پاکستان سم تصویر نه وړاندې کوي .
XS
SM
MD
LG