د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۲۰

دوشنبې د مارچ 15 مه


واشکنټن پوسټ او باسټن ګلوب ورځپاڼو د افغانستان د جګړې او په افغانستان د کمزوري عدلي سیسټم په اړه مطالب خپاره کړي دي او لیکلي یې دي، چې امریکا له افغانستانه د وتلو لپاره نه ستراتیژی لري اونه هم یومهال وېش.

واشنګټن پوست:

واشنګټن پوست ورځپاڼه په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د جګړې په اړه په یوه مطلب لیکی، د افغانستان د جګړې له پيله نهه کاله تیریږی خو حتی امریکایی چارواکي هم، چې په دې هېواد کې د امریکا د حضور ملاتړ کوي، دا مني چې ډيرې ستونزې په مخکې دي.

ورځپاڼې د امریکا د دفاع دوزیر رابرت ګېټس هغه خبره رااخیستې، چې افغانستان ته د وروستي سفر په مهال یې کړې وه.

ګېټس ویلي وو، خلک تراوسه دې ته اړتیا لري، چې په دې پوه شي چې سختې جګړې اوشپې ورځې به په مخ کې وي.

واشنګټن پوست لیکي، خو دا داسې کړکیچ نه دی، چې هغه دې ابدي وي یا دې د خلکو تمې ترې وشکیږي.

ورځپاڼه لیکي که غواړو چې د دغې جګړې په اړه په عیني واقعیتونو ولاړ انتظارات ولرو نو په کار ده، چې د افغانستان په اړه پنځوعمده اړخونو ته چې تاریخ پوهانو د افغانانو د خصوصیاتو او د دوی د هېواد د تاریخ په اړه پرې سلا کړې، پاملرنه وکړو.

لومړی:
افغانانو تل له یرغلګرو کرکه کړې او هغوی یې په ګونډو کړي دي.

دوهم:
د افغانستان وضعیت د عراق د وضعیت په نسبت ډېر زیات پیچلی او مشکل دی.

درېیم:
د امریکا پوځ جګړې ته ډېره پاملرنه کوي، نه ملت جوړولو ته.

څلورم:
له وسله والو طالبانو سره باید خبرې وشي.

پنځم:
له افغانستانه د وتلو لپاره نه ستراتیژی شته اونه هم یومهال وېش.

واشنګټن پوست ورځپاڼې تریادو شویو پنځوعنوانونو لاندې یولړ دلایل وړاندې کړي دي او د بیلګې په توګه د یرغلګرو په وړاندې د افغانانو د حساسیتونو په اړه لیکي، افغانانو په نولسمه پیړۍ کې د بریتانیا د امپراطورۍ ټغر له افغانستانه ټول کړ او وروسته یې په شلمه پیړۍ کې له شوروي اتحاد سره ورته عمل وکړ.

ورځپاڼه لیکي، ډېرو هغو امریکایي پوځیانو، چې په عراق او افغانستان کې یې خدمت کړی، افغانان یې دعراقیانو په نسبت ډېر سرسختي او قوی جنګیالي بللي دي.

واشنګټن پوست ورځپاڼه تردې سرلیک لاندې چې د افغانستان وضعیت د عراق په نسبت خراب دی، لیکي، که څه هم په دواړو هېوادونو کې د امنیت د ټینګښت، د ښې اداری د جوړولو او د بیارغونی هلې ځلې روانې دي.

خو د افغانستان وضعیت د عراق په نسبت ډیر خطرناک ځکه دی، چې د ورځپاڼی په وینا په دې هېواد کې باید د ډیرو قومونو رضایت حاصل شي، د مخدره موادو سوداګری لویه ستونزه ده، د باسواده کسانو کچه ډېره ټیټه ده، ملی ادارې او ارګانونه لکه د امنیتی ځواکونو او د عدلي چارو ادارې ډېرې کمزوري دي او اقتصاد هم زیاته وده نه ده کړې.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وړاندې له طالبانو سره د خبرو په اړه لیکي، په افغانستان کې د مخالفینو له یو شمېر عناصرو سره په سیمه ییزه کچه د سولې د خبرو ترسره کول کوم غلط کار نه دی.

د ورځپاڼې په وینا که دوی غواړي له وسله والې مبارزې لاس واخلي او د مرکزي حکومت واک ته غاړه کښیږدي او همداراز په هېواد کې د بهرانیانو موقتي حضور ومنی، په دې صورت کې کولای شو، چې ورته اجازه ورکړو چې بېرته په ټولنه کې جذب شي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه له افغانستانه د امریکا د وتلو د ستراتیژی او مهال وېش د نشتوالي په باب لیکي، یو شمېر هغو افغانانانو چې په ډسمبر کې یې له وېسټ پوینټ اکاډمۍ څخه د امریکا د ولسمشر بارک اوباما وینا ته، چې په کې یې دې هېواد ته د دېرش زره نور ځواکونو د استولو ترڅنګ د ۲۰۱۱ کال له جولای څخه د ځواکونو د وتلو د پیل اعلان وکړ، غوږ نیولی و، له دې اندیښنه لري چې د امریکا ژمنې کمزوري دي.

د ورځپاڼې په وینا که څه هم ډېر امریکایان بیا برعکس د دې جګړې د دوام په اړه چې پای یې معلوم نه دی ډېره اندېښنه لري.

باسټن ګلوب:

باسټن ګلوب ورځپاڼه د افغانستان پرعدلي سیسټم د خلکو د باور د بېرته اعاده کېدو لپاره د امریکا د هڅو ترسرلیک لاندې په یو مطلب کې لیکي، د محاربو ځواکونو او پوځي روزونکو ترشا د مرستې د کارکونکو او د کرنې د کارپوهانو ترڅنګ، قانون پوهان هم افغانستان ته رسیدلي دي.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت حقوقي متخصصین او کارپوهان په پایتخت کابل او ولایتونو کې ځای پرځای شوي او هڅه کوي، چې په دې هېواد کې چې عدالت تل ترپښو لاندې شوی یا ډېرځنډنی و اویا یې هم هېڅ څرک نه لګیږی، یوه فعال او سم عدلي سیسټم ته وده ورکړې.

باسټون ګلوب لیکي، د حامد کرزي له حکومته د خلکو ډېره نارضایتی په دې هېواد کې د عدالت د نشتوالي له بابته دی، چې د ورځپاڼې په وینا له دې حالت څخه په ګټه اخیستو طالبان ترخپل کنټرول لاندې سیمو کې په خپله طریقه عدالت په بې رحمانه توګه عملي کوي.

باسټن ګلوب ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې په دې برخه کې د امریکا هڅو نتیجه هم ورکړې. د تخار ولایت څارنوال عبدالظاهر چې د څارنوالانو او د پولیسو افسرانو ته د امریکا د روزنې په اوه میاشتنی کورس کې یې برخه اخیستې، واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې افغانان اکثره تورن کسان شکنجه کوي.

خو دوی په دې کورس کې دا زده کړل چې دغه عمل پای ته ورسوي، ځکه هغه غیرقانوني دی. دی وایي موږ دا زده کړل چې په توقیف کې له یوه تورن کس سره څه ډول چلند وکړو.
XS
SM
MD
LG