د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۵۳

یکشنبې د مارچ ۱۴مه


ټایمز او فایننشل ټایمز ورځپاڼو په خپلو ورستیو ګڼو کې د افغانستان او سېمې په اړه مطالب خپاره کړې دي ، چې غټ ټکی يې دلته لوستلی شۍ

ټایمز:

ټایمز ورځپاڼه لیکي ناټو په افغانستان کې د شپې له مخې د هغو نیمګړیو عملیاتو خبره پټه کړې، چې په نتیجه کې یې پنځه کسه وژل شوي.

ټایمز وړاندې لیکي، حاجي شراب الدین د خپلو هغو زامنو عکسونه خبریالانو ته ورښکاره کړل، چې یوه میاشت پخوا پکتیا کې د افغان او امریکایي ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې وژل شوي دي.

د ده یو زوی د پولیسو قوماندان او بل یې څارنوال و.

ورځپاڼه لیکي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې چې د افغان او امریکایي ځواکونو له خوا د شپې له مخې شوې دوه ښځې، یوه نجلۍ او دوه نارینه وژل شوي دي.

ټایمز ورځپاڼه د هغو کسانو له قوله چې له بریده بچ شوي وایي، چې ناټو ځواکونو په پيل کې کوښښ وکړ، چې خبره پټه وساتي.

ټایمز لیکي چې دغه نیمګړې عملیات د تیرې فبروري میاشتې په دولسمه د ګردیز ښار ته نږدې د پولیسو د یوه افسر په کور شوی دی.

ورځپاڼه لیکي، چې د ناټو اعلامیې چې له برید وروسته خپره شوه وویل، چې ګډو ځواکونو ګردېز ته نږدې عملیاتو کې یوه وحشتناکه واقعه کشف کړې ده.

ټایمز لیکي، چې ناټو ادعا وکړه چې د دوی ځواکونو د دغو ښځو مړي په یوې کوټې کې میندلې، چې مخکې له وژلو یې خولې او لاسونه تړل شوي وو.

خو ټایمز ورځپاڼه وایي، چې د دوی خپل تحقیقات ښیي، چې ناټو دغه خبره یا قصدا غلطه کړې او یا یې هدف د خلکو تیرایستل دی.

ټایمز لیکي چې له بریده بچ شویو څه باندې لسو کسانو چې دولتي چارواکي، د پولیسو افسران او دیني مشران په کې شامل دي، د پېښې په ځای کې ورځپاڼې ته ویلي دي، چې وژنه امریکایي او افغان عسکرو کړي. خو د عسکرو نومونه او یا رتبې نه دي څرګندې.

په دغه برید کې چې د ګردیز خټاوې سیمه کې شوې امنیتي افسر قوماندان داوود، د ده ورور څارنوال ظاهر او د دوی د کورنۍ دوه ښځې او یوه نجلۍ وژل شوي دي.

د برید په شپه شاوخوا پنځه ویشت کسه ښځې او نارینه د یوه نوي زوکړې هلک د نوم اېښودلو د محفل لپاره د قوماندان داوود په کور کې راټول شوی وو.

د ګردیز د ملي امنیت یو مسوول ډګرمن زمرود ځاځي ورځپاڼې ته ویلي دي، چې د دغې پېښې په مهال دواړو لوریو په یوه بل باندې د طالبانو ګمان کړی و.

فایننشل ټایمز:

بل خوا فایننشیل ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه د روسیې او هند د اندیښنو په هکله یوتحلیلي مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼې د دغه مطلب په یوې برخه کې د هند د صدراعظم من موهن سنګ دا خبره رااخیستې چې وایي:
هند او روسیې سره منلې ده، چې د افغانستان د وضعی او د افراطي ډلو د ګواښونو په اړه به خپلو مشورو ته دوام ورکوي.

ورځپاڼه زیاتوي، نوې ډيلي اندېښمن دی، که چیرې ناټو ځواکونه له افغانستانه ووځي، هیواد به د افراطیونو لاس ته ورشي، سیمه به ناکراره او د اسلام اباد نفوذ به زیات شي.

نو په داسې حالت کې روسیه او د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید په سیمه کې د ثبات او ارامي او د تروریزم د مخنیوی لپاره یو اوږد مهالې ستراتیژۍ ولري.

ورځپاڼه لیکي، چې نوې ډيلي وروسته له دې له مسکو سره خپلې سلا مشورې ګڼې کړي، چې په دې وروستیو کې له وسله والو طالبانو سره د خبرو احتمال او په واک کې د هغوی د شریکولو موضوع مطرح شوه.
XS
SM
MD
LG