د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

شنبې د کب ۲۲مه


هېواد په خپلې سرمقالې كې پاكستان ته د جمهور رييس حامد كرزي سفر ته په اشارې سره ليكلي دي
هېواد په خپلې سرمقالې كې پاكستان ته د جمهور رييس حامد كرزي سفر ته په اشارې سره ليكلي دي

په کابل کې نننیو ورځپاڼو د ښاغلي حامد کرزي ګاونډي هېواد پاکستان ته د سفر په اړه مطالب لیکلي، چې احمد زبیر ژمن په لاندیني مطلب کې رانغاړلي دي.

ویسا:

ويسا ورځپاڼې پاكستان ته د ولسمشر حامد كرزي د سفر او له پاكستانيو چارواكو سره د هغه د ليدنو كتنو په اړه مفصل راپور خپور كړى او له بېلابېلو اړخونو يې څيړلی.

ورځپاڼې همدا راز په افغانستان كې د القاعده شبكې او طالبانو د فعاليتونو په اړه تبصره كړي او ليكلي يې دي، د دغو دوو ډلو ترمنځ شديد اختلافات رامنځ ته شوی دی.

ويسا په خپلې سرمقالې كې د كابل د يوې محكمې له خوا د يوې خصوصي امنيتي كمپنۍ څو كسانو ته، چې په كندهار كې يې پوليس وژلي و، د اعدام د حكم هركلۍ كړى دى او دا ګام يې په ټولنه كې د نظم راوستلو لپاره ګټور بللی.

انیس:


انيس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې د افغان جمهور ریيس وروستيو څرګندونو ته اشاره كړې او ليكلې يې دي، افغانستان د سيمې د هېوادونو د سياليو ډګر نه دى.

د سرمقالي ليكوال زياته كړې، افغانستان په تېرو نهو كلونو كې ځيني لاسته راوړنې او ستونزې درلودلې او اوس د خپلواكو ادارو څښتن دى، ملي شورا يې فعاله ده او له خاورې څخه يې ناوړه ګټه نه شي اخيستل كېداى.

انيس همدا راز په يو بل مطلب كې په افغانستان كې د كرنې وضعيت څيړلى او ليكلي يې دي، كه كرنې ته پراختيا وركړاى شي نو د هېواد ډيرې اقتصادي ستونزې به پرې هوارې شي.

اراده:


ارادې ورځپاڼې هم پاكستان ته د افغان جمهور ریيس حامد كرزي سفر څيړلى دى او په غټ سرليك كې يې د هغه دا خبره راخيستې، چې د افغانستان خاوره به د ګاونډېو پر ضد ونه كارول شي.

د ارادې ورځپاڼې سرمقاله (بشري حقونه بشرپال ترپښو لاندې كوي) ترسرليك لاندې ده او په هغې كې يې پر دې ټينګار كړى، چې په افغانستان كې بايد د تروريزم پر ضد جګړې كې د بشر حقونو ته درناوى وشي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په افغانستان كې د وسلوالو طالبانو په فعاليتونو تبصره كړې او د هغوى موجوديت او د فعاليتونو ادامه يې يوه ډرامه بللې.

د مقالې ليكوال زياته كړې، داسې ښكاري چې دا ډرامه نه ختميدونكې ده او د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير هم يو ځلې بيا له طالبانو سره په خبرو اترو ټينګار كړى دى.

ملي ارمان ورځپاڼې همدا راز د كرسچین ساينس مونيټور ورځپاڼې د مقالې يوه برخه خپره كړې چې په كې راغلي، بهرني ځواكونه بايد په كندهار كې په احتياط سره ګام واخلي.

اصلاح او هېواد:

اصلاح او هېواد دولتي ورځپاڼو هم په خپلو نننیو ګڼو كې بېلابېل تحليلي مطالب خپاره كړي دي.

هېواد په خپلې سرمقالې كې پاكستان ته د جمهور رييس حامد كرزي سفر ته په اشارې سره ليكلي دي، افغانستان او پاكستان ګډې ستونزې لري او له دغو ستونزو سره د مبارزې لپاره ګډې همكارۍ ته اړتيا لري.

د هېواد ورځپاڼې سرمقاله هم پاكستان ته د حامد كرزي د سفر په اړه ده، چې په يوې برخه كې يې راغلي، هغه ژمنې چې د ګاونډېو هېوادونو مشران يې په خبري كنفرانسونو او له افغان چارواكو سره په ليدنو كې كوي، بايد په عمل كې يې هم پلي كړي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې د افغانستان، ايران او پاكستان د ولسمشرانو وروستيو كتنو ته په اشارې سره په سيمه اېزې همكارۍ بحث كړى دى.

د سرمقالې ليكونكي كښلي، سيمه اېزه همكارۍ له لومړنېو اړتياو څخه ده، خو دا همكارۍ بايد په يوه ګټور چوكاټ كې پرمخ ولاړې شي.

ورځبانې په دې برخه كې د افغانستان په وړاندې د ايران په پاليسيو تبصره كړې او ليكلي يې دي، له افغان طالبانو سره د ايران مرستې دومره غټه خبره نه ده خو دا كار په افغانستان كې د ايران دوه مخى سياست په ګوته كوي.
XS
SM
MD
LG