د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۲۷

شنبې د مارچ ۱۳مه


ګارډین لیکي، چې کرزی هیله من و، چې د امریکا او ایران تر منځ منځګړیتوب وکړي
ګارډین لیکي، چې کرزی هیله من و، چې د امریکا او ایران تر منځ منځګړیتوب وکړي

نړېوالو ورځپاڼو ګارډین او نیویارک ټایمز په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې په دا روستیو تحولاتو باندې مطالب لیکلي، چې جاناقا الکوزي ورته کتنه کړې.

ګارډین:

په انګلستان کې خپریدونکي ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د ایران دوه اړخیزه لوبه – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او د پيل په کرښو کې یي راغلي:

د ولسمشر حامد کرزي لپاره ممکن دا د اندېښنې وړ خبره وي، چې میلمه او ورور یي د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد په کابل کې د یوه خبري کانفرنس په مهال د کرزي په ستر متحد او مرستندوي هېواد امریکا باندې لفظي برید وکړ.

احمدي نژاد په کانفرنس کې وویل، امریکا په خپله تروریستان رامنځ ته کړي او اوس وایي، چې د ترهګرو په ضد جنګیږي. ګارډین لیکي:

احمدي نژاد په متحده ایالاتو تور ولګاوه، چې دوه اړخیزه لوبه یي مخ ته کړې ده.

د ورځپاڼې په باور، د احمدې نژاد دا څرکندونې په حقیقت کې د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس د خبرو یو ډول ځواب وو. ګیټس د احمدي نژاد له څرګندونو څخه څو شیبې وړاندې ویلي وو، چې ایران په افغانستان کې دوه مخی سیاست تعقیبوي.

ګارډین وړاندې لیکي: ولسمشرحامد کرزی هیله من و، چې د امریکا او ایران تر منځ منځګړیتوب وکړي. خو دا ځل کرزی په غیر عمدي ډول د حملې او تجاوز باعث شو.

دی په خبري کانفرنس کې ډېر نا راحته برېښېده او نه پوهېده، چې احمدي نژاد به په یوې جملې پسې له خولې نه نور څه را باسي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې له پاکستانیو چارواکو سره د ولسمشر حامد کرزي د کتنې او خبرو په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یي راغلي:

حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ د پاکستان له صدراعظم یوسف رضا ګیلاني سره د یوې ظاهري یا نمایشي دوستۍ په فضا کې وکتل او دواړو مشرانو د طالب وسله والو له شره د خلاصون په اړه، چې په دواړو ملکونو کې د پټېدو ځایونه لري، د حل په لارو چارو يي خبرې وکړې.

ورځپاڼه لیکي:ولسمشرکرزي له ګیلاني سره له کتنې مخکې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره هم کتلي و او د پاکستانیو چارواکو په وینا، د دواړو ولسمشرانو اړیکي د جنرال مشرف د دورې په پرتله ډېر ښه او دوستانه وو.

نیویارک ټایمز زیاتوي: پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر هدف دا و ،چې له وسله والو سره د سولې او پخلاینې په کار کې د پاکستان ملاتړ حاصل کړي.

ورځپاڼې د پیژندل شوي پاکستاني ژورنالیست احمد رشید خبره راخیستی چې وایي، د افغانستان د مشرانو وړاندیز دا و چې د پاکستان د حکومت له خوا د طالب مشرانو نیونه له افغانستان سره مرسته نه کوي.

د احمد رشید په وینا، په پاکستان کې د طالب مشرانو د نیونې له امله د افغانستان او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی. ورځپاڼه د احمد رشید د خبرو په دوام کې لیکي:

افغانان له طالبانو سره پخلاینې ته لیواله دي خو امریکایان په دې کار زیات خوښ نه دي. په عین حال کې انګلیسان ولسمشر کرزی له طالبانو سره سولې او پخلاینې ته هڅوي.
XS
SM
MD
LG